د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

اولسن: پاکستان او افغانستان د اړیکو له سره تنظیمولو لپاره تاریخي فرصت لري


په پاکستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر وایي، په افغانستان کې د نوي ډموکراټیک حکومت په جوړیدو سره، پاکستان او افغانستان د اړیکوله سره تنظیمولو لپاره تاریخي فرصت لري.

په پاکستان کې د امریکا سفیر ریچارد اولسن اسلام اباد ته د افغانستان د جمهوررئیس اشرف غني له سفرمخکې خبرې وکړې او د پاکستان د پوځ له خوا د افغانستان پولي ته نږدې د طالب وسله والو پرضد عملیاتو په ګډون یي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد رامنځ ته کولو هلې ځلې وستایلې.ښاغلي اولسن وویل: ″فکرکوم چې افغانستان او پاکستان په خپلو کې د اوږدې مودې خړ پړ شويو اړیکو له سره تنظیمولو لپاره زیات شمیر خالص فرصتونه پیدا کړیدي.

دواړه لورې په دي تاریخي فرصت پوهیږې او د ترلاسه کولو لپاره یي هلي ځلي کوي.″

په پاکستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیرښاغلي اولسن په اسلام اباد کې د ساینس او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون کې د وینا پر مهال دغه راز وویل، په شمالې وزیرستان کې د پاکستان د پوځ له خوا عملیات په دې ټولو مسالوکې یو ډیر مهم ګام دی.

فرانسپرس اژانس لیکي:

پاکستان له هغو دریو هېوادو څخه یو هېواد دی چې د طالبانو سخت دریځی رژیم یي په رسمیت پیژندلی و.

طالبانو له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کاله پورې په افغانستان کې حکومت کړی و او رژیم یي د ایتلافی ځواکونو له خوا ړنګ شو.

د افغانستان د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي حکومت په وار وار اسلام آباد، طالبانو ته په مرستو ورکولو او د افغانستان په بي ثباته کولو تورن کړی، خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې د افغانستان په سرحدي سیمو د پاکستان له خوا د توغنیدو په ایشتلو هم خراب شوي، خو ریچارد اولسن د پاکستان وروستۍ حوصله او په افغانستان کې د انتخاباتو پرمهال یي د پولې امن کولو هلي ځلي وستایلې.

فرانسپرس اژانس لیکي:

د افغانستان جمهوررئیس ښاغلي اشرف غني د اپریل میاشتې په یوې مرکه کې ویلي و، د پاکستان او افغانستان په پوله متقابله همکاري لکه د دوهم نړېوال جنګ وروسته چې د فرانسې او جرمنې په ګډه پوله کې شوې وه، په جنګ ځپلې افغانستان کې د بې ثباتۍ په ختمولو کې مهمه او اصلي ونډه ولري.

XS
SM
MD
LG