چېن یو وخت په افغانستان کې وینو توئیدو ته د يوه بې تفاوته ګاونډي په توګه کتل او دا هغه وخت و چې په دې هېواد کې د دریو لسیزو موده کې، ترټولو وژونکې معاصرې جګړې کې په میلونونو افغانان ووژل شول.
خو داسې ښکاري چې پیکنګ دا مهال خپله پالیسي بدله کړې او دا چې په سیمه کې د پاکستان اصلي متحد دی، په اسلام آباد باندې د فشار اچولو په صورت کې کولای شي په افغانستان کې دوام داره سوله ټینګه کړي.
چېن ځکه په افغانستان کې د ثبات ټینګښت ته اړشوی چې دې هېواد ته له پاکستان او افغانستانه امنیتي ګواښونه مخامخ شوي دي.
د مقالې لیکوال د یوه جګ پوړې افغان چارواکې له خولې لیکي: پیکنګ پوهیږي، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ایغور بیلتون غوښتونکي چې په خپل ټاټوبې شینجین کې حملې کوي، د پاکستان په قبایلې سیمو اود افغانستان په جنوب ختیځو ولایتونو کې د پټیدو ځایونه لري.
د چېن دا امنیتي اندیښنه باید چې کمه ونه ګڼله شي، د دوي اندیښنه پرځای او سمه ده.
په تیرو دوو کلونو کې په شینجین ولایت کې د ایغور وسله والو په حملو کې په سلګونو کسان وژل شوي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې وروستیو کې لیکلي و، چې د افغانستان استخباراتي اداره له پیکنګ سره نږدې همکاري کوي او د هغو ایغور وسله والو په اړه ورسره معلومات شریکوي چې په تیروڅو کلونوکې په افغانستان کې نیول شوي دي.
د دې وسله والو زیات شمېریي د پاکستان په کمپونوکې روزل شوي دي.
افغان حکومت په تیروڅوکلونوکې زیاته هڅه وکړه چې د افغانستان په ثبات کې د چېن ونډه راجلب کړي او پیکنګ دې کار ته وهڅوي.
ځیني څیړونکې په دي باوردي، وروسته له هغې چې د افغانستان لویدیځو متحدانو ونشو کړای، پاکستان د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې او پخلاینې عملیې کې صادقانه همکارۍ ته اړ کړي، کابل په دې کارکې د چېن د مرستې راجلبولو لپاره هلې ځلې وکړې.
د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني په سپتمبرمیاشت کې د لوړې له مراسمو څخه وروسته خپل لومړنی دولتې سفرچېن ته وکړ او د چېن صدراعظم ليي قیقیانګ د افغانستان په ټولو ګاونډیانو غږ وکړ چې د دې هېواد ځمکني تمامیت، خپلواکۍ او ملي حاکمیت ته باید درناوی وکړي.
ښاغلي قیقیانګ دا هم وویل چې د افغانستان په کورنیو چاروکې باید لاس ونه وهل شي او په دې هېواد کې د امنیت او ثبات ټینګولو د هلو ځلو ملاتړ باید وشي.
د مقالې لیکوال د افغان چارواکو په حواله لیکي، کابل چمتودی چې له پاکستان سره نوې اړیکې تنظیم کړي.
جمهور رئیس اشرف غني به په روانې اوونۍ کې پاکستان ته سفر وکړي او څو ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ لوي درستیز جنرال راحیل شریف او د پوځي استخباراتو (آي ایس آي) رئیس جنرال رضوان اختر هم کابل ته تللي وو.
خبرې رسنیو ویلي چې پیکنګ وړاندیز کړی، د سولې او پخلاینې د هغه کنفرنس کوربه توب به وکړې چې په کې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو او طالبانو استازي ګډون وکړې.
د مقالې لیکوال ابوبکر صدیق د یوه پاکستانې وکېل له خولې چې د مسلې د حساسیت له امله یي د هغه نوم ندی په ډاګه کړی، لیکې: د پیکنګ او اسلام آباد ترمنځ د تړلو دروازو ترشاه غونډې او خبرو کې چېن، پاکستان ته په صریح او څرګند ډول ویلې چې دوي له اسلام آباد څخه څه غواړي.
که چېري د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو کې کوم پرمختګ ونشي، نو په هغه صورت کې به پیکنګ اسلام آباد ته ووایي، چې د افغان وسله والو او د چېن او پاکستان ترمنځ د څو لسیزو پخوانۍ دوستۍ ترمنځ باید یوه غوره کړي.
خو په نیویارک کې د نړیوالې همکارۍ مرکز رئیس ښاغلی بارنیت روبین وایي، د چېن او پاکستان ترمنځ یو دم دداسي یوه حالت رامنځ ته کېدل هم له امکانه لري ښکاري. دی وایي، پیکنګ کولاي شي، په اسلام آباد فشار واچوې چې طالبان له افغان حکومت سره د خبرو میز ته کېنوي:
″د چېن او پاکستان د حکومتونو ترمنځ د اعتماد اړیکې موجود دي او ترټولو مهمه داده چې د دواړو هیوادونو د پوځونو او امنیتي ځواکونو ترمنځ اړیکې ټینګ دي.
پاکستان نشي کولاي چېن له ځانه بیګانه کړي. پدي توګه که چېري چېن د افغانستان پر وړاندې د جګې سطحې دولتې ژمنه اعلان کړي، د پاکستان حکومت به ونشي کړاي چې په پټه تخریب وکړې او دا بیره به ورسره وې چې په دي کار سره له خپل یو ډیر مهم او وفاداره متحد سره اړیکو ته زیان رسوي.″
په افغانستان او عراق کې د امریکا د متحده ایالاتو پخواني سفیر ځلمې خلیلزاد آزادي راډیو سره خبرو کې هم ویلې چې چېن د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلو اړیکو په ښه کولو کې مرسته کولاي شي:
″چېن کولاي شي مثبته ونډه واخلي، په خاص ډول که چېري د هغوي ونډه له امریکا سره په تفاهم کې وي.″
پیکنګ دا مهال د ډپلوماسۍ د ملاتړ په مقصد خپلې اقتصادي مټې غښتلې کړې دي.
چېن په افغانستان او پاکستان کې تر ټولو ستر بهرنی پانګوال دی او دا یي تر ټولو ستر امتیاز دی.
چېن په افغانستان کې د تیلو او مسو د استخراج په سکتورونو کې شاوخوا څلور میلیارده ډالره پانګونه کړیده.
چېن تیره اوونۍ په پاکستان کې د ۴۲ میلیاردو ډالرو پانګونې ژمنه وکړه خو شرط یي کېښود چې اسلام آباد به د ایغور وسله والو پر ضد عملیات کوي.