د اسیا پراختیایې بانک او د بریتانیې نړېوالې پراختیایې ادارې د افغانستان د شمال او شمال ختیځو پنځه لس سیلاب ځپلو ولایتونو د بیارغونې لپاره د پنځوس میلیونو څخه د ډيرو امریکایي ډالرو مرسته اعلان کړه.
د دې وړیا مرستو تړون د افغانستان د مالیې او د کلیو د بیارغونې وزارتونو استازو او په افغانستان کې د اسیا د پراختیایې بانک د مسول له خوا د سې شنبې په ورځ په کابل کې لاسلیک شو.
افغان چارواکې وایي، دا پیسې به د راتلونکو دوه کلونو په موده کې د شاخوا اته سوه زیربنایې پروژو په جوړولو ولګوي.
د افغان چاراوکو په وینا د ۵۶.۶ میلیونو امریکایي ډالرو په اندازه نوي مرسته به په هغو ولایتونو کې د کانالونو، اوبو ذخیرو، استنادي دیوالونو، پلچکونو او سړکونو په جوړولو ولګوي چې په وروستیو کلونو کې سیلابونو ځپلي دي.
د دغې مرستې تړون چې د افغانستان سره د اسیایي پراختیایې بانک او د بریتانیا د نړېوالې پراختیايې ادارې له خوا اعلان شوي د سې شنبې په ورځ په کابل کې لاسلیک شو.
د افغانستان د کلیو د بیارغونې او ماليې سرپرستو وزیرانو د تړون د لاسلیک په وخت کې وویل دا پیسې به په مناسبو ځایونو کې ولګوي چې سیلاب ځپلو ته یې مستقیما ګټه ورسیږي.
د کلیو د بیارغونې سرپرست وزیر ویس برمک وایي، تر راتلونکو دوه کلونو پورې به په دې پروګرام کې شاملې اکثره پروژې بشپړې شي:
″په پنځه لس ولایتونو کې موږ خپلې څیړنې بشپړې کړي دي دا هغه ولایتونه دي چې په کې ډيرسیلابونه راغلي وه او زیربناوې یې اغیزمنې کړي وې ډير خوشحاله یو چې اوس په همدې مقصد مرستې وشوې دا پروژې چې تړون یې څنګه لاسلیک شي کار پرې هم پیلیږي او د پروژو وروستی تاریخ د ۲۰۱۷ کال تر اکتوبر میاشتې پورې دی چې باید بشپړې شي.″
ښاغلی برمک وایي، ټاکل شوې په دې موده کې د سیلاب ځپلو سیمو په نږدې اته سوه پروژو کار وشي چې په کې د ۵۰۰ کېلومتره په اندازه کانالونو اوه سوه سربندونو شل د اوبو ذخیرو،۹۴۶ کېلومتره د کلیو سړکونو او د ۱۲۷ پلونو جوړول شامل دي.
د راپورونو له مخې د سږکال د پیل سیلابونو د هېواد په بېلابېلو سیموکې د مالي زیانونو سربیره ځانې تلفات هم درلودل او د یو شمېرسیمو زیربناوو ته یې تاوان ورسوو.
د کلیو د بیارغونې وزارت د معلوماتو له مخې په دې سیلابونو کې ترټولو ډير زیان بدخشان، جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو ته رسیدلی دی چې په نوي پروژو کې به ورته خاصه پاملرنه وشي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د اسیا د پراختیایې بانک مسول هانس ولدرنګ د مرستې د اعلان په وخت کې هیله وښوده چې د دوی دا مرسته وکړای شي په لازمو ځایونو کې ولګول شي:
″موږ په دې باندې ډيرخوښ یې چې د افغانانو سره په لازم وخت کې مرستې کوو دا د شپیتو میلیونو ډالرو په شاوخوا کې مرستو به د وزارتونو سره کار وکړو چې د زیانمنو خلکو سره مرسته وشي.″
ویل کېږي د ۵۶.۶ میلیونو ډالرو اعلان شوو پیسو څخه څلویښت میلیونه ډالره د اسیایي پراختیایې بانک له خوا او نور ۱۶.۶ میلیونه ډالره به د بریتانیا د نړېوالې پراختیایې ادارې له خوا د افغانستان د زیربناوو د جوړونې د وجهي صندوق له طریقه مصرف شي.
دا مرستې په داسې وخت کې کېږي چې خلکو د مرسته شوو پیسو د لګښت په شفافیت تل نیوکې کړي دي او له نوي حکومته غواړي چې د مرسته کېدونکو پیسو په لګښت څارنه ډیره کړي.
راپور: یوسف خان ″ځدراڼ″