د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۱۲

"د کابل بانک په دیوالي کېدو کې دې د امریکا ښکېلتیا وڅیړل شي"


کابل چاپ ورځپاڼو نن په خپلو ګڼوکې د کابل بانک د قضیې او په کابل کې د انسانانو د قاچاق وړونکو دفترونو د تړل کېدو لپاره د مشرانو جرګې د غوښتنې په اړه لیکنې کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت غیردولتي ورځپاڼې په لومړي مخ کې د شنونکو نظرونه راخیستي چې وایې، د کابل بانک په دیوالي کېدو کې دې د امریکا ښکېلتیا وڅیړل شي.

په مطلب کې راغلي چې، شنونکي او په ملي شورا کې یو شمېر استازي د کابل بانک سیاسي اړخ مهم بولي او له حکومته غواړي چې دې برخې ته هم جدي پام وکړي.

د ورځپاڼې په مطلب کې د کابل بانک د پخواني مرستیال خلیل الله فیروزي خبرې نقل شوي چې ویلي یې دي، د دغه بانک دیوالي کېدل بهرنۍ ریښې لري چې لا یې هم په اړه څه نه ویل کېږي.

محور:

محور ورځپاڼه بیا پرهمدې موضوع په خپلې سرمقالې کې لیکي چې، د کابل بانک قضیه د خلکو له خوا نوي حکومت ته یو ازمیښت بلل شوی او پوښتنه کوي چې، ایا د دې حکومت په مخکې پراته نورستر مسایل به هم همدا ډول حل شي او که نه.

د ورځپاڼې په سرمقالې کې، د ځمکو غصب، اداري فساد، د میلیونونو ډالرو حیف او میل کېدل، د مافیایي کړیو او قاچاق وړونکو څخه د یو شمیرحکومتي چارواکو ملاتړ، موازي حکومتونه او داسې نورهغه څه یادوي چې افغانان يې پر وړاندې د کلکې مبارزې هیله لري.

- محورغیردولتي ورځپاڼې په لومړي مخ کې یوبل مطلب هم لیکلي چې عنوان یې دی، په کابل کې دې د انسانانو د قاچاق دفترونه وتړل شي.

په مطلب کې راغلي چې، مشرانو جرګې په کابل ښارکې د هغو مسافرتي شرکتونو د تړل کېدو غوښتنه کړې چې ځوانان غیرقانوني مهاجرتونو ته هڅوي.

ورځپاڼه زیاتوي چې، د مشرانو جرګې غړي عارف الله پشتون د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې ویلي، یو شمېرمسافرتي شرکتونه په کابل ښار کې شته چې ځوانان غولوي او هغوي هڅوي چې د ایران او ترکېې له لارې اروپایې هېوادونو ته ولاړ شي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې هم په همدې اړه په یو مطلب کې د ترکېې په اوبوکې د ډوبو شویو افغانانو په اړه لیکي چې تیره اونۍ اروپا ته په لاره یې کښتۍ ډوبه شوه.

د ورځپاڼې په لیکنه د دې دوه څلویښتو افغانانو له ډلې چې په غیرقانوني ډول اروپا ته تله، یوازې شپږ تنه یې ژوندي پاته شول او پاته نور یې په اوبو کې ډوب او ځیني یې لاهم لا درکه دي.

XS
SM
MD
LG