د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

له هلمند ولایته د بریتانوي او امریکایي عسکرو وتل


ډیلي میل:

ډیلي میل بریتانیا چاپ ورځپاڼې، په وروستۍ ګڼه کې له هلمند ولایته د بریتانوي او امریکایي عسکرو د وتلو او په دې ولایت کې د امنیتي ستونزو په اړه یو مضمون خپور کړی او په پیل کې یي پر انګلیس او امریکایي پوځیانو د دې ولایت د پولیسو د مشر برید جنرال جمعه ګل همت انتقادونو ته اشاره کړې چې وایي:

امریکایي او بریتانوي پوځیان له هلمند ولایته په وتلو کې عجله کوي او په خپلو مرکزونو کې مهم وسایل له منځه وړي.

د جنرال همت په وینا، د ناټوځواکونو په وتلو، د افغان امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله زیاته شوي، دوي ته بهرنیو ځواکونو سم وسایل او تجهیزات نه دي پریښې او دغه راز د پاکستان سره ګډه پوله هم امن نه ده.

ډیلې میل لیکي:

د هلمند ولایت امنیه قوماندان دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د یوه ځوان ۱۹ کلن افسر کورنۍ د هغه د فداکارۍ داستان دوي ته بیان کړ.

ورځپاڼه لیکي: درې اوونۍ وړاندې د پولیسو ځوان افسرعبدالستار اسحاق زی هغه مهال په بم کې والوت چې د پولیسو په جامه کې یوه ځان وژونکي په لښکرګاه ښارکې هڅه کوله خپل موټر د پولیسو پر ودانۍ ور برابر کړي.

اسحاق زي ځان وژونکې په غیږکې ونیوه او هڅه یي وکړه چې د چاودنې مخه یي ونیسي، خو ځان وژونکې خپل مواد وچول او د افسر د بدن ځیني برخي هم په کې والوتې.

ورځپاڼه زیاتوي، داسحاق زي پلار د یوې ټرافیکې پيښې په تړاو بندي دی او دی د خپلې لس کسیزې کورنۍ لپاره یوازینی سرپرست و.

ډیلې میل ورځپاڼه وړاندې لیکي:

د هلمند ولایت د پولیسو قوماندان جنرال جمعه ګل همت دا هم وایي، بهرنیو ځواکونو دوي ته لازم او اړین وسایط نه دي پریښې او د دوي کسان ان د مناسبو هلیکوپترونو د نه درلودلو له امله د جګړو په جبهوکې د خپلو وژل شویو یا ټپي شویو ملګرو د انتقال توان نه لري او مجبوریږي چې هغوي هملته پریږدي.

جنرال همت پوښتنه کوي چې بریتانوي او ناټو ځواکونو ولې خپل مرکزونه او ودانۍ ویجاړې کړې؟

دوي ولې په سلګونو ټانکونه پاکستان ته ورکړل ؟ دوي ولې خپل برقې جنریترونه او تونلونه له منځه یوړل؟

دی وایي، هڅه یي وکړه چې بهرني ځواکونو له دي کارونو منعه کړې، خو هغوي یي خبره ونه منله او د افغانستان له خلکو سره هم په دې اړه پوښتنې پیدا شوي دي.

واشنګټن پوست ورځپاڼې هم له هلمند ولایته د امریکایي او انګلیسي ځواکونو د وتلو په اړه د جنګیدلو پوځیانو خاطرات او هیلې بیان کړي او لیکي:

هغه پوځیان چې د افغانستان په جګړوکې یي برخه اخیستې، داسې انګیري چې دا جګړه به هیڅکله هم ختمه نه شي.

ورځپاڼې په هلمند کې د یوه جنګیدلي پوځي افسرخبرې یا خاطرات راخیستی چې وایي، د هلمند ولایت په سپیرو دښتو کې خالي شوې پوستې، نویو افغان ځواکونو او یا د طالبانو ورتلو ته انتظارکوي او یا به یي د شګو هغه توپانونه لاندې کړي، لکه د مصر یوښار چې یي له منځه وړی و.

دا پوځي د افغانستان د جګړو د ختیمدو په هیله وایي، کله چې د امریکا د میزوري ایالت د ۱۹۴۵ کال معاهده لاسلیک کېده نو زما نیکه به هغه مهال څه احساس کاوه؟ او یا چې کله هټلر په خپل سنګر یا د پټیدو ځای کې ووژل شو، نو نړېوالو به څه ډول احساس درلود؟

ایا زما یعنې د افغانستان جګړه به هم په همدې ډول ختمه شي؟

ورځپاڼه د پوځي افسر د خاطراتو یا هیلو په دوام کې لیکي:

په منځنې خیتځ کې د اسلامي دولت ډلې او له هوا څخه د الوتکو له خوا د بمونو غورځیدو ته په کتو داسې ښکاري چې جګړه روانه ده او د افغانستان د جګړې ژړاوې اوریدلې کېږي.

زه غواړم دا ومنم چې د افغانستان جګړه پای ته رسیږي، خو باور پرې نشم کولای او دا ځکه چې زه او زما افغان جنګیدلې پوځي ملګري پوهیږو چې زموږ جګړه به هیڅکله هم پای ته ونه رسیږي.

XS
SM
MD
LG