د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

میرکل، د پاکستان او د افغان نوي حکومت ترمنځ له همکاريو خوشاله ده


د جرمني صدراعظمې ويلي چې د پاکستان او افغانستان د نوي حکومت ترمنځ له همکاريو څخه خوشاله ده.

دا خبرې دې په برلين کې په داسې يوه خبري غونډه کې خبريالانو ته وکړې چې د پاکستان صدراعظم نوازشريف هم په کې ګډون درلود.

د جرمني صدراعظمه انګيلا میرکل وايي، د افغانستان د نوي حکومت او پاکستان ترمنځ له همکارۍ څخه خوشاله ده.

دې د پاکستان او افغانستان ترمنځ همکاري د طالبانو پرضد په مبارزه کې کافي وبلله.

مېرمن مېرکل چې پرون د پاکستان له صدراعظم نوازشريف سره يې په برلين کې وليدل، په یوه ګډ خبري غونډه کې وويل:

″زه د دې حقيقت هرکلی کوم چې د افغانستان د نوي حکومت او د پاکستان د حکومت ترمنځ نيږدې تماس شته.

موږ پوهيږو چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ مشترک تماس د تروريزم پرضد په مبارزه کې د برياليتوب لپاره بنسټيز شرط دی.″

مېرمن مېرکل همدا راز د پاکستان او هند د اړيکو په اړه وويل چې جرمني په سیمه کې ثبات غواړي:

″موږ همدا راز د پاکستان او هندوستان د روابطو په اړه خبرې کړي دي او زه هيله لرم چې د هندوستان او پاکستان ترمنځ به ښه مذاکرات وشي.

د جرمني په شمول، اروپايي هېوادونه په سيمه کې ثبات غواړي.″

مېرمن مېرکل زياته کړه، نړۍ د تروريزم له تهديد سره مخامخ ده او پاکستان اوس هم د تروريزم پرضد په مبارزه کې لويه قرباني ورکړې ده او زه په دې باوريم چې موږ به پردې تهديد ډېر ژر برلاس ومومو.

د جرمني صدراعظمه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ښو روابطو په اړه خپله هيله په داسې حال کې څرګندوي چې د پاکستان د استخباراتو ريس جنرال رضوان اختر د دوشنبې په ورځ کابل ته ولاړ او د پاکستان لوی درستيز تېره اوونۍ له افغان چارواکو سره وليدل او له هغوی سره يې پر دوه اړخيزو روابطو او د تروريزم پرضد د ګډو همکاريو په اړه خبرې وکړې.

له بلې خوا ټاکل شوې ده چې د افغانستان جمهورريس محمد اشرف غني به په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG