د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

نړېوالو ورځپاڼو په افغانستان کې د وروستیو بریدونو په اړه لیکنې کړي


واشنګټن پوسټ او نیویارک ټایمز ورځپاڼو په کابل او څنګلورو ولایتونو کې د پرونیو حملو او کرسچین ساینس مونیټور ورځپاڼې هم په پاکستان کې د ننه د ښو او بدو طالبانو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوست لیکي، د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې پرافغان پولیسو په پرونۍ بم چاودنه کې چې د ریموټ کنټرول په ذریعه شوې وه؛ د پولیسو د اکاډمۍ درې ښوونکي ووژل شول او یوشمېر نور ټپیان شول.

د ورځپاڼې په وینا، له دغې حملې دونیم ساعته نه و تیر شوي چې د لوګر په مرکز پل علم کې د افغان پولیسو په یونوفورم کې یوه ځان وژونکي په ځان پورې چاودیدونکي مواد والوزول او د سیمه ییزو پولیسو د یوه قومندان په ګډون یې اوه پولیس ووژل. دا حمله هم د پولیسو د امنیې قومندانۍ مخې ته شوې وه.

د لوګرسیمه ییزو چارواکو ویلي چې د سیمه ییزو پولیسو وژل شوي؛ قومندان سبزعلي له درېیو کالو راهیسې د پولیسو په لیکو کې ښه نوم ګټلی او له نفوذ څخه برخمن شوی و چې د وسله والو پر وړاندې سخت دریځ یې د مرګ سبب وګرځېد.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په کابل کې د یکشنبې د ورځې له خونړیو بریدونو وروسته د دوشنبې د ورځې چاودنې ته هم اشاره کوي چې تلفات یې نه دي اړولي.

د ورځپاڼې په وینا، د یکشنبې او دوشنبې د ورځې حملې له کله چې اشرف غني د سپټمبر په ۲۹ د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه؛ له یوه نسبي آرامي وروسته ترسره کیږي.

ټایمز:

بله امریکایي نیویارک ټایمز ورځپاڼه د وروستیو حملو په اړه چې طالبانو یې مسوولیت په غاړه اخیستی؛ لیکي، د روان میلادي کال ترپایه د نړیوالو ځواکونه ډیره برخه له دې هیواده وځي او د دغو ځواکونو له وتلو سره طالبانو هم خپلو حملو ته زور ورکړی او یواځې افغان امنیتي ځواکونه به په یواځې سر د طالبانو حملو ته ځواب وایي.

د نیویارک ټایمز په وینا، اټکل کیږي چې له ۲۰۱۳ م کال راپدېخوا به د طالبانو په حملو او بم چاونو کې تر۶۰۰۰ پورې افغان پولیس او سرتیري وژل شوي وي چې دا په دې هیواد کې امریکایي او نورو نړیوالو ځواکونو ته د ټولو اوښتو تلفاتوڅه باندې دوه چنده زیات دي.

کرسچین ساینس مونیټور:

بله امریکایۍ کرسچین ساینس مونیټور ورځپاڼه بیا؛ "په پاکستان کې د ښو او بدو طالبانو یوه نوې فضا رامنځ ته شوې" ترسرلیک لاندې لیکي؛ پاکستاني طالبانو چې له اوږدې مودې راهیسې یې د پاکستان د حکومت پرضد جګړه پیل کړې؛ د تحریک طالبان په نوم ډلې چې په زرګونو وګړي یې وژلي او د نوبل د سولې د جایزې پر ګټونکې ملاله یوسفزۍ یې هم د وژونکې حملې مسوولیت په غاړه اخیستی و؛ اوس داسې ښکاري چې د له منځه تلو په حال کې دی.

د ورځپاڼې په وینا، له سږدوبي راهیسې لیدل شوي چې د دې ډلې مهمو قومندانانو خپله لاره چپه کړې؛ د اسلامي دولت د ډلې په ګډون له نړیوالو سخت دریځو ډلو سره یوځای شوي یا د یوځای کیدو په فکر کې دي.

کرسچین ساینس مونیټور لیکي؛ دغه پرمختګونه په پاکستان کې د ننه د طلبانو په لیکو کې د ښو او بدو طالبانو د یوه بدلون ښکاروندیي کوي.

د ورځپاڼې په وینا، ښه طالبان به په افغانستان او کشمیر کې د پاکستان د پوځ د ګټو خوندې کولو ته مخه کړي او یوشمېر به یې د حکومت د سولې له بهیر سره یوځای شي او بد طالبان به بیا هم ښایي د پاکستان د حکومت پرضد حملو ته دوام ورکړي؛ خو دوی به نورهم منزوي شي.

د یوشمېر کارپوهانو په باور؛ ښایي دغه ډله طالبان لکه په ورستیو کې چې د تحریک طالبان پاکستان شپږومهمو قومندانانو د اسلامي دولت د ډلې له مشر ابوبکر البغدادي سره د یوځای کېدو اعلان وکړ؛ له نړیوالو جهادي ډلو سره یوځای شي.

XS
SM
MD
LG