د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۴۰

داعش ډلې د عراق د بونمر قبیلې ۷۰ کسان وژلي دي

د عراق د انبارولایت په هیت سیمه کې چې د سنیانو د قبیلې "بونمر" خلک اوسي؛ یو شمېر مشران وايي چې د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې يې په تازه حمله کېلږترلږه اویا نارینه وژلي دي.

د ازادي راډیو د خبریال په وینا، عراقي امنیتي ځواکونو د شنبې په ورځ د "هیت" د بېرته نیولو لپاره عملیات وکړل او په سبا یې د اسلامي دولت وسله والو د غچ اخیستلو لپاره؛ د بونمر قبیلې اویا غړي ووژل.

په انبار کې د بونمر د قبیلې مشرانوازادي راډیو ته ویلي چې لږترلږه درې سوه کسان یې ورک دي او داسې ګڼي چې په هیت کې به د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې بندیان کړي وي.

د بونمر قبیلې ډیر ځوانان په انبار کې د "صحوه" غورځنګ غړي دي چې د اسلامي دولت په نوم، د وسله والې ډلې پر ضد جنګیږي او له تیرو دوو اونیوراهیسې یې د دې ولایت لویدیز ته د هغوی د نفوذ د خپرېدو مخنیوی کړی دی.

رپوټونه وايي چې د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې؛ د بونمر قبیلې سل ګونه کسان وژلي دي.

د عراق د کورنیو چارو وزارت او په سیمه کې یو قبایلي مشر وايي چې هلته قتل عام شوی دی.

قتل عام

د بونمر قبایلي مشرانو بي بي سي ته ویلي چې د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې؛ په تیرودوو اونیو کې شپږسوه دېرش تنه وژلي چې ښځې او کوچنیان هم په کې وو.

۳۰ تنه وژل شوي

رپوټونه وايي، د بونمر د خلکو داسې قتل عام او په یو شمیر نورو ښارونو لکه موصول او صلاح الدین کې د مذهبي اقلیتونو شکنجې او وژلو د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې پر ضد؛ د سني عراقیانو حسیاست زیات کړی دی.

په دې سیمو کې د سني عراقیانوقبایلو وسلې اخیستې او د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې پر ضد یې جنګ ته مخ اړولی دی.

خو په انبار کې سنیان وايي چې د دې مبارزې لپاره ډير محدود امکانات لري او د عراق پوځ د کافي وسلو او تجهیزاتو په ور رسولو کې ناکام شوي دي.

قبایلي مشرانو د عراق پر حکومت تور لګولی چې په دې مساله کې ملامت دی.

د بونمر د قبیلې یوه مشر نن دوشنبه واشنګټن پوسټ ته وویل چې دوی احساس کوي چې د عراق حکومت شا وراړولې او له پامه یې لویدلي دي.

دې قبیلې مشر ویلي: د عراق په حکومت کې اداري فساد دومره زیات دی چې هغه وسلې چې باید موږ ته راولیږي؛ په تور بازار کې یې خرڅوي.

اداري فساد

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG