د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۲

د کابل په امنيه قوماندانۍ کې شوى ځانمرګى بريد څېړل کېږي

ګڼو لوېديځو ورځپاڼو او خپرونو په کابل کې پر وروستيو بمي چاودنو او ناامنيو تبصرې خپرې کړې دي.

واشنګټن پوسټ:

د امريکا چاپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د کابل په امنيه قوماندانۍ کې دننه پر پروني ځانمرګي بريد او دوو نورو چاودنو تمرکز کړى دى.

د کابل په امنيه قوماندانۍ کې دننه پروني ځانمرګي بريد د امنيې قوماندانۍ د دفتر ریيس وواژه او شپږ نور کسان ټپيان کړل.

واشنګټن پوسټ ليکي، تر دې ځانمرګي بريد مخکې د کابل په ختيځ کې د ملي اردو د موټرو پر يوه کاروان بمي چاودنه وشوه؛ خو تلفات يې نه درلودل.

ورځپاڼې د کابل په امنيه قوماندانۍ کې دننه تر ځانمرګي بريد څو ساعته وروسته هغه چاودنه هم ياده کړې چې لا يې د څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د ناامنيو پېښو ته په کتو سره ليکي؛ له هغې راوروسته چې د افغانستان نوي حکومت د سپټمبر مياشتې په وروستيو کې لوړه وکړه؛ وسلوالو طالبانو په کابل او نورو ولايتونو کې يو لړ بمي حملې کړې دي.

ورځپاڼه زياتوي، طالبانو د کابل او واشنګټن ترمنځ امنيتي تړون هم غندلى چې له مخې يې امريکا کولاى شي؛ د دې ميلادي کال په پاى کې د افغان امنيتي ځواکونو د سلاکارانو او روزونکو په توګه خپل په زرګونو پوځيان په افغانستان کې پرېږدي.

واشنګټن پوسټ زياتوي، وسله والو طالبانو په وروستيو کلونو کې د افغانستان په نورو برخو کې هم پر امنيتي ادارو نورې کومانډو ډوله پېچلې حملې کړي؛ خو د ورځپاڼې په باور، دغه ډله ډېره لږه توانېدلې د پلازمېنې په هغو دولتي سيمو کې نفوذ وکړي؛ چې کلک امن يې نيول شوى دى.

نيويارک ټايمز:

د امريکا بلې ورځپاڼې نيويارک ټايمز هم په کابل کې؛ پر پرونيو امنيتي پېښو يوه تبصره چاپ کړې ده. د مقالې په يوه برخه کې يې راغلي:

که څه هم د دغو بريدونو د تلفاتو شمېر کم دى؛ خو يو وار بيا افغان او غربي چارواکو ته ورپه يادوي چې د وسله والو طالبانو ځان وژونکي حتى د کابل تر ټولو خوندي سيمو کې هم نفوذ کولاى شي.

په هغه ښار کې چې د ورځپاڼې په باور؛ افغان امنيتي ځواکونو او د امريکا په مشرۍ ایتلاف د سخت دريځو وسله والو د توطئيو د شنډولو لپاره خپلې سترې منابع په کار اچولي دي.

د پوليسو يوه چارواکي نيويارک ټايمز ته ويلي چې په امنيه قوماندانۍ کې ځانمرګي بريدګر د پوليسو درېشي اغوستې وه.

ورځپاڼه ليکي، دا چې دغه بريدکوونکى پوليس و که د پوليسو په جامه کې بل څوک؛ معلومه نه ده. خو د امنيې قوماندانۍ يوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ورځپانې ته ويلي؛ دغه ځان وژونکي سړي وويل چې غواړي د کابل له امنيه قوماندان جنرال ظاهر ظاهر سره وګوري؛ دى د امنيې قوماندانۍ د دفتر ریيس سمونوال محمد ياسين شعبې ته رهنمايي شو؛ کله چې شعبې ته ننوت، چاودنه يې وکړه چې د دفتر ریيس سمونوال محمد ياسين او خپله بريدکوونکي ووژل شول او څو تنه نور ټپيان شول.

دغه چارواکي نيويارک ټايمز ته ويلي؛ د دې پېښې د څرنګوالي په اړه تحقيقات پيل شوي چې بريدکوونکى څنګه وتوانېد د کابل امنيې قوماندانۍ ته داخل شي او څنګه يې منفجره مواد او وسايل کشف نه شول.

سټرېټ ټايمز:

له سينګاپوره خپرېدونکې "دِ سټرېټ ټايمز" ورځپاڼې هم د کابل په امنيې قوماندانۍ کې پر پروني ځانمرګي بريد ليکنه خپره کړې او د چارواکو په حواله ليکي چې ځانمرګي بريدګر د پوليسو درېشي اغوستې وه.

ورځپاڼې د کابل د امنيې قوماندان جنرال ظاهر ظاهر څرګندونې هم رااخيستي چې تر دې بريد څو ساعته وروسته يې خبرې کړې دي.

ده ويلي، دغه بريدکوونکي غوښتل زما دفتر ته داخل شي؛ کله چې يې مخنيوى وشو؛ چاودنه يې وکړه. ښاغلي ظاهر ډاډ ورکړى، دغه پېښه به څېړل کيږي.

XS
SM
MD
LG