د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۷

جان کري نن له خپل ايراني سيال سره په عمان کې ويني


د امريکا د بهرنيو چارو وزير نن له خپل ايراني سيال سره په عمان کې ويني. دغه مشران به د ايران د لانجمن اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړي. د ايران د اټومي پروګرام په اړه د اخري توافق لپاره ټاکل شوی ضرب لاجل د نومبر په ۲۴مه پای ته رسيږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرجان کري عمان ته د ايران د اټمي پروګرام په اړه په مذاکراتو کې د برخه اخيستلو په مقصد تللی دی.

ښاغلي کري نن د ايران د بهرنيو چاروله وزيرجواد ظريف سره د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ پاليسۍ پخوانۍ مسئولې کاترين اسټون په مشرۍ خبري کوي.

دا کتنه د ايران د اټومي پروګرام په اړه د لوديځ او ايران ترمنځ د سياسي اختلافاتو د له منځه وړلو په مقصد کيږي.

د ايران له خوا د يورانيمو غني کول او د سنترفيوجونو شمېر د ايران او شپږو سترو هيوادونو تر منځ د اختلافاتو اصلي دليل دی.

ننني مذاکرات په داسې حال کې کيږي چې د امريکا د ولسمشر له خوا د ايران مذهبي مشرايت الله علي خامنه يي ته په پټ لېږل شوي ليک کې ويل شوي چې ايران او لويديځ په سيمه کې ګډې ګټې لري.

د راپورونو له مخې، د امريکا ولسمشر باراک اوباما په دې ليک کې ويلي چې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې پرضد په مبارزه کې د ايران او امريکا همکاري د ايران د اټومي پروګرام په اړه له اخري توافق سره تړاو لري.

ايا امريکا په ريښتيا هلې ځلې کوي چې د ايران اټمي پروګرام ته د اسلامي دولت د وسله والې ډلې پرضد له مبارزې سره ارتباط ورکړي؟د امريکا د ملي امنيت سلاکاره سوزن رايس په دې هکله وايي:

″د شپږو سترو هيودونو له خوا د اټومي پروګرام د لانجې د حل لپاره د مذاکراتو او د اسلامي دولت د سخت دريځو پر ضد مبارزه هيځ تړاو نه سره لري او موږ هيڅ کله دې موضوعاتو ته ارتباط نه دی ورکړی″.

په عمان کې د ننني مذاکراتو وروسته به، د شپږو سترو هیوادونو استازي د ايران د اټومي پروګرام په اړه د سې شنبې په ورځ د عمان په مرکز کې بیا سره ويني.

د دې مذاکراتو دوهم پړاو به د نومبر په اتلسمه د ويانا په مرکز اتريش کې وي.

د ايران د اټومي پروګرام په اړه د اخري موافقې لپاره ټاکل شوی ضرب الاجل د نومبر په ۲۴مه نېټه ټاکل شوی دی.

ايران وايي، د اټومي وسلو د جوړولو لپاره يې هيڅ کله هڅې نه دي کړي او اټومي فعاليتونه يې سوليېز اهداف لري. خو تر اوسه لوديځ دا خبره نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG