د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

د خوست لوبغاړو د المپیک د ملي کمېټې د مشر پر ضد لاریون وکړ


د شنبې په ورځ د خوست یو شمېر ورزشکارانو د یو سوله ییز لاریون له لارې د افغانستان د المپیک کميټې د مشر کرام الدین کریم پر ضد لاریون وکړ او ويې ویل، چې نوموړي په خوست د ورزش پرمختګ ته لازمه پاملرنه نه ده کړې.

لاریون کوونکو ویل، چې د المپیک د ملي کمیټې مشر په اداري فساد کې لاس لري او په ټوله کې د ده اقدامات په هېواد کې پر ورزشي بهیر منفي اغېز پریباسلی دی.

دوی د هېواد د ولسمشر نه د هغه د لیرې کیدو او د حسابونو د تصفیې له پاره عدلي او قضايي ارګانونو ته د ورپيژندې غوښتنه وکړه.

لاریون کوونکي چې په پای کې د خوست د ولایتي شورا دروازې مخې ته راغونډ شول؛ د خوست د المپیک د امریت د مسوولینو پر ضد هم شعارونه ورکړل او ویل يې، چې دوی هم په فساد کې لاس لري او په خوست کې ورزشکاران د دوی د ناسم مدیریت له امله ناراضه او په ځانته، ځانته لارو روان دي.

د لاریون یو تن تنظیمونکي یونس اهنګر د ولسمشر اشرف غني نه غوښتنه وکړه چې د المپیک کمیټې مشر له دندې ګوښه او د حساب ورکوونې په خاطر يې عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپيژني:

"زموږ د نن ورځې لاریون د افغانستان د المپیک کمیټې رییس کرام الدین کرام او د خوست د المپیک امر پر ضد کړی دی؛ موږ دغه خلک چې په اختلاس او بډو کې لاس لري؛ د افغانستان د ورزشکارانو حقه حقوق يې نه دي ورکړي؛ نو موږ د ولسمشر اشرف غني نه او د خوست د والي صیب نه غوښتنه کوو چې دواړه د دندو ګوښه او د حساب له پاره يې څارنوالۍ ته وروپيژني."

د خوست د منتخب ټیم یو تن لوبغاړی عارف هم وايي چې د المپیک مسوولینو د سپورټ په ډګر کې ډېرې بې نظمۍ رامنځته کړي؛ نو باید له دندو ګوښه شي.

بلخوا د خوست د المپیک امر پر ده او د افغانستان د المپیک کمیټې په مشر لګیدلي تورونه بې ځایه ووبل او ویې ویل چې د المپیک کمیټې مشرتابه په ټولو برخو کې خوست ته لازمه پاملرنه کړې او په خوست کې د ورزش له پاره د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي دي.

یاده دې وي چې په خوست کې تر پنځوسو زرو زیات ځوانان او خلک بیلابیلې سپورټي لوبې کوي؛ خو دوی تل ویلي، چې په اطرافو کې د ورزشکارانو له پاره هېڅ ډول اسانتیاوې نشته.

XS
SM
MD
LG