کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې د نورو مطالبو تر څنګ د جوړیدونکي کابینې په اړه د ولسمشر د څرګندونو او له افغانستان سره د روسیې د ولسمشر د همکاریو د ژمنو په اړه لیکني کړي دي.
محور:
محور آزادې ورځپاڼې په لومړي مخ کې د ولسمشر غني په حواله یو مطلب لیکلی چې عنوان یې دی؛ "د کابینې په جوړیدو کې له بیړې کار نه اخلو."
ورځپاڼه زیاتوي ولسمشر د جمعې په ورځ د دیني عالمانو یوې غونډې ته وویل چې د نوي کابینې د جوړېدو په اړه باید بیړه و نه شي؛ بلکې له بشپړ دقت او تدبیر څخه کار واخیستل شي.
ویسا:
ویسا غیر دولتي ورځپاڼې هم د نن ورځې په ګڼې کې په دې اړه یو مطلب لیکلی چې په کې راغلي؛ ولسمشر غني د عالمانو شورا ته په خپلو خبرو کې د کابینې په اړه د وینا ترڅنګ خپلو وروستیو سفرونو ته هم اشاره وکړه.
په مطلب کې د ولسمشر اشرف غني د خبرو یوه برخه داسي نقل شوې چې وایي؛ نوی حکومت هڅه کوي د افغانستان لپاره ښه شریکان پیدا کړي؛ څو د افغانستان د خلکو په ژوند کې اساسي بدلونونه راشي.
ویسا ورځپاڼې دغه راز د روسیې د ولسمشر د هغو څرګندونو په اړه یو مطلب لیکلی چې وایي؛ له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته افغانانو سره مرستې ته تیار یو.
د ورځپاڼې له مخې، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په مسکو کې د ټولیز امنیت د تړون سازمان د غړیو هیوادونو د پارلمانونو استازو ته د وینا پر مهال وویل؛ موږ چمتو یو چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د احتمالي سختو حالاتو پر وړاندي له دغه هیواد سره مرسته وکړو.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼې هم له افغانستان سره د روسیې د مرستو د اعلان په اړه یو مطلب لیکلی چې، عنوان یې دی؛ "افغانان زموږ پر مرستو حساب کولای شي."
د ورځپاڼې په همدې مطلب کې راغلي، ولسمشر پوتین ویلي چې تر ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته یو شمیر ننګونې رامنځ ته کیدای شي.
ورځپاڼه لیکي، ښاغلي پوتین هیله څرګنده کړې چې افغانان وکړای شي؛ په خپل هیواد کې ثبات رامنځ ته کړي خو زیاتوي چې، د دغه هیواد خلک باید زموږ پر مرستو هم حساب وکړي.