د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

امريکا ښايي له افغانستانه د خپلو سرتېرو ايستل وځنډوي


امريکايي قوماندانان له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ايستلو پر ځنډولو غور کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر لانجمنو انتخاباتو وروسته په افغانستان کې نوى حکومت واک ته رسېدلى او د امنيتي مسووليتونو انتقال بشپړوي.

د امريکا د ولسمشر بارک اوباما له خوا د اوسني طرحه شوي پلان له مخې به د امريکا د اوسنيو سرتېرو شمېر تر جنورۍ پورې ٩زره او ٨٠٠ ته او د نورو متحدو هېوادونو د سرتېرو شمېر به ٢زرو ته راټيټ شي.

د پلان له مخې به د ٢٠١٦م کال تر پاى پورې ټول امريکايي سرتېري له افغانستانه ووځي.

د فرانسې خبري اژانس ليکي، په افغانستان کې د انتخاباتو پر سر ولاړ شوي څو مياشتني کړکېچ د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي تړون لاسليک وځنډاوه، دغه راز د افغان قواوو د چمتووالي په اړه هم پوښتنې شته او چارواکي وايي دا هم نه ده معلومه چې متحد هېوادونه به تر ٢٠١٥م کال پورې په افغانستان کې د خپلو پوځيانو پرېښودلو ته ترتيبات لري، که څنګه؟

د امريکا د دفاع وزارت يوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، په افغانستان کې د سرتېرو د ماموريت دوام يو انتخاب دى چې ورباندې غور کېږي او په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

خو د پوځي چارو يو افغان کارپوه پخواني جنرال عتيق الله امرخېل له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ټينګار وکړ، چې د افغانستان خپل کورني ځواکونه دې غښتلي شي، چې د بهرنيو پوځيانو د ماموريت دوام ته اړتيا پېښه نه شي.

د امريکا د پوځي چارواکو په خبره، په افغانستان کې د امريکايي او ناټو قواوو عمومي قوماندان جنرال جان کمپبل او نور عالي رتبه چارواکي پر دې غور کوي، چې ايا زيات شمېر بهرني پوځيان تر ټاکلې مودې زيات وخت په افغانستان کې پاتې شي که څنګه؟

يوه بل پوځي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، اژانس ته ويلي، دا مهال جنرال کمپبل له اوسني پلان او مهالوېش څخه راضي دى.

خو دغه چارواکى وايي، په دې برخه کې ځينې نور عوامل هم شته چې د سرتېرو د ماموريت د تمديد په برخه کې بايد په پام کې ونيول شي، مثلاً د افغانستان په انتخاباتو کې ځنډ، نوى افغان ولسمشر اشرف غني او د افغان قواوو اجراات.

د دې چارواکي په وينا اوس د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان خپلو ځواکونو او د هغوى ماموريت ته د ورپېښ ګواښ مسئله څېړي او هڅه کوي يو مناسب توازن ورته پيدا کړي.

چارواکي وايي، د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان ته دا ډېره وختي ده چې په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امريکايي سرتېرو د شمېر په اړه خپلې سپارښتنې د امريکا مرکزي قوماندې يا هم ناټو ته وسپاري، ځکه يوازې دوې مياشتې يې له دندې کېږي او د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم په سپټمبر مياشت کې لوړه وکړه.

امريکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر يولکو ته رسولى و، دا مهال شا و خوا ٢٧زره امريکايي سرتېري په افغانستان کې پوځي ماموريت پرمخ بيايي.

XS
SM
MD
LG