د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۹

هوتکي: ولسي جرګه د انتخاباتي کمسیونونو د استجواب حق نه لري


د افغانستان د انتخاباتود خپلواک کمیسیون مسوولین وایي، ولسي جرګه دا صلاحیت نه لري چې د دغه کمیسیون غړي څارنوالۍ ته معرفي کړي.

د دغه کمیسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکي وایي چې ملي شورا د دغه کمیسیون د استجواب صلاحیت هم نه لري.

ده څرګنده کړه چې د دوی د کارونوپه اړه د پوښتنې دا صلاحیت یوازې جمهورریس لري.

بل خوا د ولسي جرګې اداری پلاوی وایي چې دوی د ولایتي شوراګانو د معترضو کاندیدانو د شکایتونو پراساس د انتخاباتي کمیسیونونو یو شمېرغړي څارنوالۍ ته معرفي کړي.

داسې ښکاري چې د افغانستان د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د نتایجو تراعلان وروسته د انتخاباتي کمیسوینو او د ولسي جرګې ترمنځ کړکېچ مخ په زیاتیدو دی.

د ولسي جرګې اداري پلاوی ټینګار کوي چې د افغانستان د ولایتي شوراګانو د معترضو کاندیدانو د شکایتونو له مخې به دوی د انتخاباتي کمیسیونو هغه غړي څارنوالۍ ته معرفي کړي چې درغلۍ او سرغړونې یې کړي دي.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي ټینګار کوي چې ولسي جرګه د استجواب حق نه لري او دوی یوازې ولسمشرته ځواب ورکوونکې دي:

″دا صلاحیت هم دوی سره نشته چې دوی د کمیسیون غړي څارنوالۍ ته معرفي کړي دا صلاحیت دوی ته چا ورکړي چې دوی به د کمیسیون غړي څارنوالۍ ته معرفي کوي.″

تیره ورځ د انتخاباتي کمیسیونونو مشران ولسي جرګې ته د استجواب لپاره بلل شوي خو هغوی دې غونډې ته حاضرنه شول.

دې کارد ولسي جرګې د غړو سخت غبرګون وپاراوه او پریکړه یې وکړه چې د انتخاباتي کمیسیونو یو شمېر غړي دې د درغلیو په خاطرعدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.

د انتخاباتو د کمیسیون ریس احمد یوسف نورستاني د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې له دې پریکړې نه وروسته رسنیو ته وویل چې ده له اخلاقي لحاظه خپل مرستیال دغه مجلس ته لیږلی وه که نه د ده په خبره ولسي جرګه دده د استجواب حق نه لري.

د انتخاباتو د کمیسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي ازادۍ راډیو ته وویل چې ملي شورا په خپلوڅلورکلنو کارونو کې پاتي راغلي او د نظام او خلکو د ښه ژوند او د فساد د له منځه وړلو لپاره یې کومه لاسته راوړنه نه درلوده.

د انتخاباتو د کمیسیون مشرتابه وروسته ترهغو دغه غبرګون ښیي چې د ولسي جرګې اداري هیات وایي، د دغه کمیسیون غړي به څارنوالۍ ته معرفي کړي.

د ولسي جرګې منشي سید اکرام ازادۍ راډیو سره په مرکه کې ووېل چې د انتخاباتي کمیسیونونو هغه غړي چې په انتخاباتوکې یې درغلۍ او سرغړونې کړي د ولایتي شورا د معترضو کاندیدانو د شکایتونو پربنسټ څارنواالۍ ته معرفي کړي:

″ولسي جرګه به په راتلونکو ورځو کې رسما د خلکو د شکایتونو له مخې او هم د هغوی د عریضو له مخې دغه اشخاص څارنوالۍ ته معرفي کړي.″

په همدې حال کې د کابل پوهنتون د حقوقو استاد ودیرصافی وایي له قانوني اړخه ولسي جرګه عدلي او قضایي ارګانونوته د افرادود معرفي کولو صلاحیت نه لري او که اسناد لري نوحکومت ته دې د تصمیم نیولو لپاره وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG