د امریکا دفاع وزارت څو ورځې وړاندې په پاکستان او ایران سخت انتقاد کړی و چې په افغانستان کې د نیابتي جګړو او لاس وهنو له امله یي د سیمې امنیت خراب کړی دی.
د امریکا دفاع وزارت په عین حال کې ایران ته اجازه ورکړې چې په افغانستان کې پانګونه وکړې او تهران په دې هېواد کې د شاوخوا یو میلیارد ډالرو پانګونه کړي او هڅه کوې چې په افغان حکومت کې خپل نفوذ وساتي او شیعه ډلې نورې هم تقویه کړي.
په دې اړه وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې یو تحلیلي مضمون خپور کړی او وایي، د جمهور رئیس بارک اوباما ادارې په افغانستان ، عراق او سوریه کې د ایران د همکارۍ جلبولو په مقصد تهران ته په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه برابر کړي دي.
د امریکا متحده ایالات له څو کلونو راهیسې هڅه کوي چې د افغانستان کمزوري اقتصاد ته وده ورکړې او د امریکا پوځ په دې کار کې ایران ته مخ اړولی دی.
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي:
واشنګټن له تهران سره رسمي اړیکې نه لري او د ایران د اټمي پروګرام د لانجې پر سر د بندیزونو په لړ کې امریکایی کمپنۍ اجازه نه لري چې له ایران سره کار وکړي.
په همداسې یوه حالت کې د امریکا د دفاع وزارت یوې کارې کمیټې یا خاص ځواک ایران ته په افغانستان کې د پانګونې فرصت برابر کړی دی.
د وال سټریټ په باور، په تیرو دوو کلونو کې د امریکا د دفاع وزارت دې کمیټې د امریکا له حکومته خاصه اجازه اخېستې چې له مخې یي ایران په افغانستان کې د درمل جوړولو فابریکه جوړه کړي او دغه راز د دي هېواد څلور کانونه استخراج کړي.
د پنټاګن د سوداګرۍ او ثبات د عملیاتې ځواک مشر جوزیف کتالینو چې د افغانستان د اقتصاد د بیا رغاونې او بهرنیو پانګوونو د جلب کارونه پرمخ وړي، وایي:
(تاسې ایران له پامه نه شئ غورځولای. دا هېواد د افغانستان لپاره په مختلفو برخو کې یو ستر شریک دی.)
د کابل پوهنتون استاد ښاغلی نصرالله ستانکزی د امریکا د متحده ایالاتو په دې پالیسۍ چې په افغانستان کې یي ایران ته د پانګونې فرصتونه برابر کړي انتقاد کوي او وایي:
(په تیرو دیارلسو کلونو کې د امریکا د متحده ایالاتو یوه ستره اشتباه دا وه چې ایران ته یي په افغانستان کې د سیاست چلولو او پانګونې اجازه ورکړه.
امریکا باید دا اشتباه ومني او جبران به یي ورته هم ګران وي. د مثال په توګه، ایرانیانو له قیوداتو پرته په افغانستان کې په آزاد ډول پانګوونه وکړه او حتی د افغانستان ملي صنایعو ته یي هم ضررورساوه».
له ایران سره د جمهو ررئیس بارک اوباما ادارې د ښو مناسباتو ساتلو منتقدین وایي، په داسي حال کې چې د نړۍ شپږ طاقتونه له ایران سره د اټومي پروګرام خبرې کوي، دا کار تهران ته یو خطرناکه سیګنال یا اشاره ورکوي.
د امریکا د ایلوناي ایالت سناتور مارک کرک Mark Kirk وایي، له همدي امله ده چې ایران مونږ ته د کاغذي زمري په سترګه ګوري. په داسي حال کې چې د امریکا دفاع وزارت ایرانیانو ته خاص امتیازات ورکوي، دا به ګرانه وې چې هغوي ته دا پیغام ورسوو چې امریکا ددوي پرضد سخت دریځ لري. دا د اوباما د ادارې بشپړه سستې ده.
سناتور کرک وایي، تاسې دا تمه کولاي شۍ چې افغانان د خپل لویدیځ ګاونډي هیواد پر لور د دوستي لاس وغزوي، خو که امریکایان دا کار کوي، دا به په ریښتیا خوشینونکې خبره وي او په اټومې مذاکرو کې به د ناکامۍ معنی ولري.
د کابل پوهنتون استاد ښاغلی ستانګزۍ وایي، دا چې ایرانیانو له یوې خوا د افغانستان په لویدیځو ولایتونو کې افغانې تولیدي فابریکې له سقوط سره مخامخ کړې، په عین حال کې یي د ډموکراسۍ تر نامه لاندې فرهنګې یرغل هم په دي هیواد کړیدی:
«د ډموکراسۍ تر نامه لاندي ځینو ایرانې ډولو رسنیو خپرونې پیل کړي.
دوي ایراني افکار په افغانستان کې ترویج کړل، او همدارنګه دلته چاپي، صوتې او تصویري رسنۍ په شدت سره خپرونې کوي. په تحصیلي او علمی برخه کې ځیني پوهنتونونه او ځینی غیر علمي ډپلومونه د ایران له ادرس نه افغانستان ته راغلل چې دا ټول د ډموکراسۍ او آزاد بازار تر عنوان لاندي افغانستان ته داخل شول.
دې شیانو د افغانستان د خلکو ګټې په شدت سره متضرري کړې او په راتلونکې کې به هم دا عمل جریان ولري».
ښاغلی ستانکزی په دي باور دی چې پاکستان هم د افغانستان د سولې او ثبات لپاره شوم اهداف لري او تل هڅه کوي چې یو کمزوري او یا د اسلام آباد لاس پوڅی رژیم په افغانستان کې په واک کې وي، خو د ایران خطرات د افغانستان لپاره ډیر زیات دي:
« مخکې له دي چې په پاکستان وغږیږم، د افغانستان لپاره په لومړي قدم کې ایران زما له نظره ځکه خطرناک دی چې ایران په افغانستان کې نفوذي ګروپونه لري، په ایډیالوژیک، اقتصادي او سیاسي څیرو او حتی فرهنګي څیرو کې. ددي ترڅنګ د ایران بل خطر دادی چې دا هیواد له مونږ سره ګډ وجوهات لري، له اوږدې مودې راهیسي یي دلته پانګوونه کړي او د افغانستان په ادارو کې تر هغه ځایه چې اوریدل کېږې او محسوسه ده، په مختلفو سطحو کې خپل نفوذې عناصر لري. دا لویدیځې نړۍ ته یو ستر چېلنج دی. او که غربي نړۍ یوې خواته پریږدو، د افغانستان د راتلونکې لپاره به هم یوه ستره ستونزه وي.»