په ننګرهار کې د عابد عرفان د مرۍ جوړولو په نامه یوه شرکت، چې له تیرو څو میاشتو راپه دیخوا فعالیت کاوه او خلکو ورسره د مرۍ اوبدلو په بدل کې په لکونو افغانۍ بندې کړي، ولې اوس پرې د خلکو بې باوري زیاته شوې.
دغه شرکت په ډيره کمه موده کې د جلال اباد ښار د ګڼو ښاریانو پام ځان ته راواړوه، د دې لامل دا و، چې یاد شرکت خلکو ته د پینځه زره افغانيو په بدل کې یوه اندازه مرۍ ورکولې او په تارونو کې د اوبدلو وروسته یونیم زر افغانۍ ګټه ورکوله.
دا لړۍ تر دې ورسیده، چې زیات شمېر خلکو له پينځه زرو نیولې تر درې څلورلکو افغانيو پورې پیسې په دې کار کې بندې کړې.
خو اوس خلک په دې انديښمن دي، چې د زرګونو خلکو پيسې له یاد شرکت سره پرتې دي، خو په مقابل کې دوی ته هیڅ ډول ضمانت نه دی ورکړل شوی:
"جاوید وروره بس دلته هره ورځ په سلګونو خلک راځي په یوه پاکټ مریو په مقابل کې پینځه زره افغانۍ شرکت سره ږدي بیا هغوی ورته په پنځلس ورځو کې یو نیم زر روپۍ ګټه ورکوي.
یوازې زه نه یم دلته هره ورځ ډلې ډلې خلک راځي یو شمېر ښځو خپل طلا خرڅه کړه او دا مرۍ يې واخیستې خلکو پینځه زره، شل زره داسې کسان هم شته، چې شل لکه روپۍ يې دې شرکت سره ایښې دي،خو هیچاته يې تضمين نه دی ورکړی".
د خلکو د دې انديښنو د څيړلو په موخه د سې شنبه په ورځ یاد شرکت ته ورغلم، د شرکت په دروازه کې د خلکو ګڼه ګوڼه تر دې وه،چې له یوه ساعت انتظار وروسته ددفتر حویلۍ ته وردننه شوم، دلته د ودانۍ په یوه څنډه کې یوازې ددې شرکت له خوا جوړ شوی شخصي بانک لیدل کیږي،چې خلک ورته په قطار ولاړ دي او پیسې تحویلی،خو هیڅ داسې مسول کارمند په کې نه و،چې د شرکت د فعالیتونو او د خلکو اندیښنو ته ځواب ووايي،ولې له ډيرو کوښښونو وروسته د یاد شرکت مرستیال خالدزمان همت مو پيدا کړ.
نوموړي وویل، چې دا پروژه د هغو غریبو خلکو لپاره ده،چې په کور کې د کار کول غواړي او د هغو انديښنې يې بې ځایه وبللې،چې ګوندې دوی به وتښتي:
"دا خو موږ د غریبو کورنيو لپاره دا کار شروع کړی دوی ته پيسې ورکوو،چې په کور کې مرۍ اوبدي او بیا پیسې ورکوو،او تضمين به موږ ورکړو او ورکړی مو هم دی."
نوموړي د دې پروژې د تمویل په اړه هیڅ معلومات ورنکړل،خو دا يي ومنله،چې ځينې ستونزې لري،چې هغو ته به رسیدګي وکړي.
د ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال هم دا تاييد کړه،چې د ياد شرکت کارونه دوی ته د منلو وړ ځکه نه دي،چې د عامو خلکو څخه د راټولو شویو پیسو هیڅ تضمين نه دی ورکړل شوی او په غیرې قانوني توګه يې د پیسو راکړې ورکړې لپاره په خپل شرکت کې شخصي بانک جوړ کړی:
"موږ، چې کله اوس خبر شو،عاجل مو اړوندو ادارو ته دنده وسپارله،چې دا مساله برسی کړي،ځکه دې شرکت خلکو نه پيسې اخیستي دي،ولې تضمین يې نه دی ورکړی، موږ ددوی کارونو څخه راضي نه یو،هغه وخت به ورته اجازه ورکړو،چې تضمین راکړي."
د ګردیوال په خبره اوس ولایتي اداره له دې ستونزې څخه خبره شوې او اړوندو ادارو ته يې دنده سپارلې، چې د دې شرکت کارونه ترهغه وخته وځنډوي،ترڅو د خلکو د سرمايه د خوندیتوب لپاره ولایتي ادارې تضمين ورکړي.
ننګرهارـ شاه محمود شینواری