د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، د چین او افغانستان د سوداګرې راکړې ورکړې د ودې، لپاره د واخان لاره ډیره ګټوره ده.
د دې خونې مرستیال وايي، د دې لارې د جوړولو لپاره د چین په خاوره کې یو څه لومړني کارونه هم شوي دي، خو د افغانستان لوري ته ورباندې کار نه دی شوی.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د واخان لاره د چین او افغانستان د سواګریزو فعالیتونو سربېره د جنوبي اومنځنۍ اسیا هېوادونو ته هم خاص اقتصادي همیت لري.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، که د چین او افغانستان ترمنځ د واخان لاره چې د وریښمو پخوانۍ لاره هم ده، بیا ورغول شي، له اقتصادي اهمیت سربېره به سوداګریزې کړنې هم خورا ګړندۍ کړي.
د دې خونو مرستیال خان جان الکوزي د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د دې لارې په جوړولو سره به له چینه د افغان سوداګرو مالونه د اوس په پرتله اتیا فیصده په ارزانه بیه افغانستان ته راوړل شي:
″د یوکال یا ان په شپږو میاشتو کې دغه لاره جوړېدای شي، دغه لاره چین او افغانستان ته په اقتصادي لحاظ، خاص اهمیت لري، اوس چې له چین نه د سمندر په لارې یو کانټینر افغانستان ته راوړل کیږي له اوو زره نیولې تر لس زره ډالره مصرف پرې راځي، خو که دغه لاره جوړه شي نو په دوه زره ډالره به تمام شي، تاسې کولای شي په اقتصادي لحاظ دغه مقایسه کړی چې څومره اهمیت لري.″
هغه زیاته کړه، د افغانستان او چین ترمنځ د مسوعینکو دکان په تړون کې یادونه شوې، چې چین به د دې کان خام مواد له همدې لارې خپل هېواد ته انتقالوي، چې له همدې امله یې تر یوه حد د چین په خاور کې کارونه شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي چین له امنیتي پلوه په دې برخه کې اندېښنې لري ، او وايي چې په جنوبي اسیا کې مخ په وده اسلامي توندلاري به له دې لارې چین ته داخل شي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د واخان لاره چین او افغانستان له سیاسي ، ټولنیز او اقتصادي پلوه زیات اهمیت لري.
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد تاج محمد اکبر وايي، چین کولای شي خپل مالونه له دې لارې جنوبي ، او منځنۍ اسیا ته هم صادر کړي:
″افغانستان کولای شي له دې لارې نه اروپا ته هم سوداګریزه لاره پیداکړي، همدارنګه چین هم کولای شي خپل مالونه له دې لارې نه منځنۍ او جنوبي اسیا صادر کړي، له اقتصادي پلوه هغه مالونه چې له چینه افغانستان ته راوړل کیږي اتیا فیصده ارزانه تمامیږي، له دې لارې اقتصادي راکړه ورکړه هم د چین او هم دافغانستان لپاره زیاته ګټه لري.″
تېره اونۍ د افغان ولسمشرپه مشرۍ یوه پلاوی چین ته تللی و او د دې هېواد له لوړ پوړیو چارواکو سره یې له امنیتي اوسیاسي مذاکراتو سربېره د چین او افغانستان د سوداګریزو اړیکو په اړه هم خبرې وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي له ولسمشر سره په دې سفر کې یو ۳۰ کسیز افغان سوداګریز پلاوی هم ملګری و، چې په دې سفر کې د دواړه هېوادو نو د سوداګریزو خونو ترمنځ د رسمي سوداګرۍ د همکاریو تړون هم لاسلیک شو.
د دې تړون له مخې چینايي اوهم افغان سوداګرۍ کولای شي په ګډه سره په دواړو هېوادونو کې پانګونې وکړي.
راپور: رحمت الله افغان