د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي؛ تصمیم نیول شوی چې د هیواد په ټولو ولایتونو کې د غیرپلاني ودانیو؛ ښارګوټو او کورونو د جوړولو مخه ونیول شي.
په دې مقصد یادې ادارې د سه شنبې په ورځ د هېواد دښارونو د اقتصادي، ټولنیزاو فرهنګي وضعیت د کره ارزیابۍ پروګرام پیل کړ.
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستیال عبدالمتین بیګ وویل؛ دا پروګرام به د کورنیو او بهرنیو متخصصینو له خوا په یوه کال کې بشپړ اوله مخې به يې د ښارونو انکشافي پلانونه ترتیب شي:
"په وروستیو دیارلسو کلونو کې د افغانستان نفوس په تیزۍ سره د ډېرېدو په حال کې دی.
په دې برخه کې د کره معلوماتو، نه شتون د ستونزو سبب کیږي.
دا مطالعه او معلومات به مرسته وکړي چې د ښارونو پراختیا ته اوږدمهاله پلانونه ترتیب شي."
په دې مناسبت په جوړې غونډه کې د ښاري پراختیا وزارت؛ کابل ښاروالۍ او په افغانستان کې د اسټرالیا د سفارت استازیو ګډون کړی و.
د مسوولینو د معلوماتو له مخې له دې پروګرام سره د اسټرالیا حکومت د دوه لکو پنځوس زرو امریکايي ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده.
د کابل ښاروالۍ مسوولینو وویل؛ اوسمهال په هېواد کې کابو اویا فیصده ودانۍ غیرپلاني دي او د دې پروګرام پلي کول به د خپلسرې ښاري پراختیا مخه ونیسي.
د کابل ښاروالۍ مرستیال عبدالاحد واحد وویل؛ سره له دې چې د کابل او نورو ښارونو پراختیا ته د یولړ پلانونو د جوړولو هڅې شوي؛ خو څرنګه چې د ښارونو نفوس او په کې پراختیایي فعالیتونه مخ په زیاتیدو دي؛ په کار ده چې نوې پراختیایي پروګرامونه ورته ترتیب شي:
"د ځمکو نوی پروګرام څلور کاري ابزارو ته ضرورت لري.
د خلکو مستقیماً همکاري، تخنیکي لارې چارې لټول، د مالي منابعو لاسته راوړل او د نویو قوانینو جوړول."
دا په داسې حال کې ده چې کابو دوه اوونۍ مخکې د افغانستان جمهور ريیس اشرف غني له مدني ټولنو سره په غونډه کې د ښاري پراختیا په منظم او معیاري انکشاف تاکید کړی دی.
په افغانستان کې بې پلانه ودانیو؛ ښارګوټو او کورونو د ښارونو اوسیدونکي له ستونزو سره مخ کړی دی.
د همدې خپلسریو ودانیو له امله ګڼ خلکو ته؛ د ښاروالۍ، ښاري پراختیا، برېښنا اوبو، روغتیا، زده کړو او داسې نورو برخو کې لازم خدمات نه رسیږي.
راپور: خان محمد سیند