د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۹

"د سولې د هلو ځلو سربېره د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره هم ځانګړي پروګرامونه لرو"


د افغانستان د خلکو تر ټولو لویه هیله سوله او امنیت دی او دې هدف ته د رسیدو لپاره افغان حکومت هم په سیمه ییزه او نړیواله کچه هڅې پیل کړي دي.

د افغانستان د حکومت اجرایي رییس عبدالله عبدالله وايي؛ نوی افغان حکومت سوله لومړنی ضرورت ګڼي او د امنیت د ټینګښت لپاره د خلکو مشورو ته په پام پرمختګ کوي.

نوموړي چې د دوشنبې په ورځ یې په کابل کې د عاشورا په خاطر جووړ شوو مراسمو کې خبرې کولې؛ وویل، دوی د دې پروسې د پر مخ بیولو سربیره د افغان امنیتي ځواکونو او نظام د پیاوړي کولو لپاره هم پروګرامونه پلان کړي.

"د افغانستان د خلکو سره زموږ ژمنه دا ده؛ د سولې لپاره چې هر قدم اخستل کیږي تاسې په جریان کې ساتو او د خلکو سره مشوره کوو او د خلکو د نظر مطابق قدم اخستل کیږي.

سره له دې چې د سولې د راوستلو لپاره ټولې هڅې کوو؛ د امنیتي ځواکونو او نظام د پیاوړي کولو لپاره هم اقدامات په پلان کې لرو.

موږ د امنیتي ځواکونو څخه جې شپه او ورځ د دې خلکو او خاورې لپاره قرباني ورکوي ملاتړ کوو."

ښاغلي عبدالله وویل، د ملي وحدت حکومت په جوړېدو سره خلک راتلونکي ته هیله مند شوي او له خلکو یې وغوښتل چې په خپل دوامداره ملاتړ د نوي افغان حکومت سره د امنیت د ټينګښت په شمول؛ د د نورو پلانونو په عملي کولو کې مرسته وکړي.

ښاغلی عبدالله په داسې وخت کې د سولې د پروسې سره یو ځای د امنیتي ځواکونو په تجهیز ټینګار کوي چې له دې وړاندې جمهور رییس اشرف غني ویلي چې له مخالفینو سره باید هرور مرو سوله وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالو اړیکو یو شمیر کارپوهان د سولې د راوستلو په خاطر افغان حکومت د منظمې برنامې او پالیسی په نشتون تورنوي.

ملک ستیز ازادي راډيو ته وویل؛ د نوي حکومت د چارواکو څرګندونې د پخواني ولسمشر حامد کرزي خبرو سره ورته دي او وايي؛ نوی حکومت باید د سیاسي مخالفینو او وسله والو جنګیالیو په اړه ځانګړی تعریف ولري.

"ښاغلي عبدالله چې د سولې لپاره کوم پیغام خپور کړ؛ هماغه پیغام دی چې پخواني حکومت کلونه کلونه تکرار کړی.

زه په دې پیغام کې کومه نوي تګلاره نه وینم؛ د دې ستونزې د حل لپاره غوره لار دا ده چې په یوه نوي ستراتژي کې دښمن او ملګری تعریف شي."

د سیاسي او نړیوالو چارو کارپوهان په داسې وخت کې د نوي افغان حکومت د اجرایي رییس عبدالله عبدالله څرګندونې د پخواني تګلارې تکرار بولي چې خپله عبدالله عبداله په دې باور دی چې د نوي افغان حکومت له کارونو او جوړیدو خلک هیله من شوي او دوی به دا پرمختګونه له خلکو سره یو ځای په مخ وړي.

د امنیتي ځواکونو تجهیز د نوي افغان حکومت لپاره تر ټولو غټ هغه کار دی چې پخوانی حکومت د ډيرو غوښتنو سره سره دې هدف ته رسیدلی ندی.

امنیتي ادارې او خلک په دې باور دي چې افغان ځواکونه د تجهیز نړیوال ملاتړ ته ضرورت لري او له نوي حکومته د امنیتي ځواکونو د دې ضرورت د رفع کولو هیله کوي.

راپور: یوسف خان

XS
SM
MD
LG