کابل چاپ ورځپاڼو په نننیوګڼوکې د افغان جګړې په اړه د سعودي عربستان د فتوا په باب د چارواکو د غبرګون او د کندهار د مرستیال والي د ترورپه اړه مطالب خپاره کړي دي.
محور:
محور ازاده ورځپاڼه لیکي، د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د سعودي عربستان د دیني علماووله هغې پریکړې هرکلی وکړ چې غواړي په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه شرعي فتوا صادره کړي.
د مطلب له مخې، یاد وزارت وایې د افغان جګړې په اړه د نړۍ د ترټولو ستردارالافتا رسمي شرعي فتوا به د دې جګړې د کورنیو او بهرنیو تمویلوونکو د ذهنونو په روښانه کولو کې مرسته وکړي.
ویسا:
ویسا خپلواکه ورځپاڼه بیا په دې هلکه په خپل یومطلب کې د افغان چارواکو نظر نقلوي او لیکي چې، دا کار به د وسله والو مخالفینو کرښو ته د ځوانانو د جذبیدو مخه ونیسي.
ورځپاڼه زیاتوي، د سولې عالي شورا هم د سعودي عربستان دا اقدام ستایې او وایې چې په افغانستان کې د جګړې د ختمیدو لپاره باید جدي هڅې هم تیزي شي.
خو د دغه مطلب په یوې برخې کې بیا د سولې د عالي شورا د یوه غړي قاضي محمد امین وقاد خبرې داسې نقل شوي چې وایې، تر هغو چې وسله والو مخالفینو ته په حکومت کې برخه ورنکړل شي، د دې ډول فتواګانو صادرول به په افغانستان کې جګړه ختمه نه کړي.
سرنوشت:
سرنوشت غیردولتي ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ کې یو مطلب لیکلی چې عنوان یې دی، ولسمشرد پتیال د ترورپه اړه د جدي څیړنو امر وکړ.
ورځپاڼه کې راغلي چې ولسمشراشرف غني د عبدالقدیم پتیال ناځوان مردانه وژنه په کلکه غندلې او هغه یې د افغانانو د دښمنانو کړنه بللې ده.
په مطلب کې په دې اړه د جمهوري ریاست یوې خپرې شوي خبرپاڼې ته اشاره شوې چې وایې، ولسمشرپه دې اړه د کورنیو چارو وزارت په مشرۍ یوه پلاوي ته دنده سپارلې څو دا پيښه په هر اړخیزه توګه و څيړي او پایلي یې ژرترژره ولسمشرته وړاندي کړي.
ویسا:
ویسا خپلواکه ورځپانه په لومړي مخ کې په یوه بل مطلب کې لیکي چې، ولسمشراشرف غني وایې د عاشورا په مناسبت د ویني ورکول باید په یوه سرتاسري کمپاین تبدیل شي.
د ورځپاڼې له مخې ولسمشردا څرګندونې پرون مرکزي بانک ته د وینې ترورکولو وروسته وکړې.
ورځپاڼې د مطلب په پای کې له خلکو څخه د ولسمشر د دویم مرستیال د غوښتنې په باب هم لیکلي چې وایې، خلک د عاشورا په ورځ د وینې تویدنې پرځای کولای شي له نورولاروهم اړو کسانو ته وینه ورکړي.