د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

ترکیه: د ډوبې شوې کښتۍ په سیمه کې ۹ افغان پاسپورټونه موندل شوي


ترکي چارواکي وایي، اسټانبول ته نږدې په سمندرکې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې ۹ تنه افغانان هم وژل شوي دي.

په دې کښتۍ کې سپاره کسان چې پرون په اوبو کې ډوبه شوه؛ اکثر افغان پناه اخیستونکي وو.

راپورونه وایي، په دې کوچنۍ کښتۍ کې ۲۴ تنه سپاره وو او غوښتل یې چې اروپا ته په غیرقانوني ډول داخل شي.

کشتۍ چې د ترکیې د "بوسفور" تنګي څخه یې درومانیا په لور حرکت کړی و؛ اسټانبول ته نژدې ډوبه شوې.

د ترکیې دولتي خبري آژانس DHA رپوټ ورکوي چې؛ دولس کوچنیان او اوه ښځې هم په دغې کشتۍ کې سپاره وو.

رپوټ د ترکي چارواکو له قوله وايي چې په کشتې کې ټول ۲۴ سواره کسان کیدای شي افغانان وي.

خو د ترکیې د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې چې بېګاه خپور شو؛ ویل کیږي چې دپېښې په ځای کې د ۹ تنو افغانانو پاسپورټونه موندل شوي دي.

د فرانسې خبري آژانس بیا وايي چې؛ د سوریې او ترکمنستان وګړي هم په دغې بدمرغه کشتۍ کې سپاره وو.

د نجات عمله د کبانو د ښکاریانو په مرسته د مړو د موندلو کوشش کوي.

دوی د پنځو کیلومټر مربع سیمه کې خپلې پلټنې پيل کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغان کډوالو یوه کشتۍ اروپا ته په لاره ډوبیږي.

ترکیه چې د اروپایي اتحادیې هیوادونو ته نژدې پرته ده؛ د انسانانو قاچاق وړونکي په کې فعالیت کوي.

د ترکیې "ان. ټي. وي" رپوټ ورکوي چې هر غیرقانوني کډوال لویدیځې اروپا ته د تګ لپاره قاچاق وړونکو ته اوه زره یورو ورکوي.

خو دغه لاره بې خطره نه ده او ځیني هغه کسان چې د ډېرو ستونزو په ګاللو سره یې خپل هېوادونه پریښي وي؛ د دغې بیړۍ د سپرلیو له برخلیک سره مخامخ کیږي.

XS
SM
MD
LG