د اوکراین په ختیځ کې روس پلویو بېلتون غوښتونکو د خپلو مشرانو د ټاکنې په مقصد؛ د نومبر په دوهمه نیټه انتخابات وکړل. د اکراین حکومت، د امریکا متحده ایالاتو او نورو لویدیځو حکومتونو دا انتخابات غندلې.
د ناټو عمومي قوماندان د امریکا د هوایي ځواک جنرال "فلیپ بریدلف" Philip Breedlove وايي؛ د اوکراین په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو له خوا انتخابات د سپټمبر د پنځمې نیټې له تړون سره توافق نه لري او د وضعې په ښه کېدو کې به مرسته ونه کړي:
"موږ دا انتخابات په رسیمت نه پیژنو؛ موږ یې ملاتړ نه کوو؛ موږ فکر نه کوو چې دا انتخابات به ګټور وي؛ دا انتخابات د مینسک د تړون پرخلاف دي او په اوږدې موده کې به د اوکراین په ختیځ کې د وضعې په ښه کېدو کې مرسته ونه کړي."
لویدیځو حکومتو هم د اوکراین په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو له خوا دا انتخابات غندلي او غیر قانونې یې بللي دي. د اوکراین جمهور رییس "پټرو پروشینکو" د اوکراین په ختیځ کې انتخابات رد کړي او یو بې ځایه عمل یې بللی دی.
د ناټو عمومي قوماندان جنرال بریډلف وایي؛ روسیه د اوکراین په ختیځ کې بېلتون غوښتونکو ته مهمات رسوي او د ده د اټکل له مخې؛ د ۲۵۰ او ۳۰۰ ترمنځ روسي عسکر لا هم په اوکراین کې دي.
د جنرال بریډلف په وینا، روسیې عسکر په جګړو کې ګډون نه کوي؛ خو تر ډېره حده د وسله والو په روزنې بوخت دي.
د ناټو عمومي قوماندان زیاته کړه؛ یو شمېر روسي عسکر هغه مهال د اوکراین او روسیې پولې ته نږدې ځای پرځای شوي وو چې بېلتون غوښتونکو د اوکراین په ختیځ کې انتخابات کول.
دی وایي، د سپټمبر په پنځمه چې د روس پلویو بېلتون غوښتونکو او د اوکراین د حکومتي ځواکونو ترمنځ د سولې او اوربند کوم تړون لاسلیک شوی؛ هغه یوازې د کاغذ پرمخ پاته دی.
د ناټو عمومي قواندان دغه راز وایي؛ د اوکراین او روسیې پر پوله بیلتون غوښتونکي وسله وال واکمن دي او تر ډېره حده یوازې همدا بېلتون غوښتونکې پرې تګ راتګ کوي.
له دې مخکې، د اوکراین په ختیځ ډونیڅک سیمه کې بېلتون غوښتونکو ویلي وو چې د نومبر د دوهمې انتخاباتو کې الکسانډر زخارچینکو د ډونیڅک د خلکو جمهوریت د مشر په توګه او په لوهانسک سیمه کې "ایګور پلوټنیسکي" د په خپل سر اعلان شوي؛ د خلکو جمهوریت لپاره انتخاب شوي او هر یوه د رایو په سلو کې ۶۴ ګټلي دي.
د اوکراین د خیتځ بیلتون غوښتونکو د اوکراین په پارلماني انتخاباتو کې چې د اکتوبر په ۲۶ مه ترسره شول؛ ګډون نه وکړی.