د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۳

"د څارویو د روزلو او د دوی د قاچاق مخنیوي ته تدابیر نیول شوي"


د افغانستان د کرنې وزارت وايي، د څارویو د روزلو او پاللو پراختیا او د دوی د قاچاق مخنیوي ته تدابیرنیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ځیني کابل ښاریان د څارویو له کمښت او په بازارونو کې د غوښو د بیو له لوړوالي شکایت کوي، دوی له حکومته غواړي چې په دې اړه لازم اقدامات وکړي.

په افغانستان کې د څارویو د روزلو او پاللو د پروګرام په هکله، په داسې حال کې څرګندونې کېږي چې کابل ښاریان د غوښو د بیو د لوړیدو لامل، د څارویو کموالی ګڼي.

د کرنې او مالدارۍ د وزارت، د مالدارۍ د خدماتو ريیس محمد عارف امانیار ازادۍ رادیو ته وویل، په دې اړه به د ترتیب شویو پروګرامونو پلي کېدل، شته ستونزه کمه کړي:

″د دې د ودې او پراختیا لپاره مو اقدام کړی، د دوی د وژلو مخنیوي ته مو هم پروګرامونه، اصول او مقررې وضع کړي.

همدارنګه مو د څارویو د قاچاق مخنیوي ته هم تدابیر نیولي دي.″

ده وویل، اوس مهال په هېواد کې د چرګانو اته زره او دیرش، د غواګانو دوه سوه شپږپنځوس او د پسونو نهه شپیته فارمونه فعال دي.

خوکابل ښاریان د څارویو د کموالي او د غوښو د بیو د لوړیدو لامل، وچکالي او بهر ته د څارویو قاچاق ګڼي.

دوې اندیښنه کوي چې که د دې ستونزې اوارئ ته تدابیر ونه نیول شي، د غواګانو او پسونو پرکهول به منفي اثر پریوزي.کابل ښاریانو عبدالمتین، اکبرنیازي او فهیم ازادۍ رادیو ته وویل:

″څاروي ورځ په ورځ کمیږي، وچکالي راغله واښه نشته.

موږ د کرنې له وزارته غواړو چې له پاکستانه د بې کېفیته غوښو د واردیدو مخه ونیسي.″

د افغانستان د څارویو د نسل په هکله د ملګروملتو د کرنې او خوراکې موادو د څانګې او د کرنې وزارت په یوه مقایسوي راپور کې راغلي چې، له یوزرو درې سوه اته پنځوسم لمریزکاله تر یو زرو درې سوه یو اتیایم پورې، د دې هېواد په پسونو کې یوولس میلیونه کموالی راغلی دی.

د کابل ښارځیني قصابان وايي، په هېواد کې د کورنیو څارویو روزلو او پاللو ته مناسب شرایط برابرنه دي، د همدې له امله اکثره څاروي له پاکستانه راوړل کېږي.

عبدالستار، زړګي او جاوید ازادۍ رادیو ته وویل:

″په نخاس کې مو واخیستل، د حلالولو لپاره یې کوتل ته وړو، ټول پاکستاني دي.

موږیې له پاکستانه راوړو، وطني مالونه د دې لپاره نه راولوچې دلته ورته فارمونه او مناسب ځایونه نشته.

د مالونو د حلالولو لپاره یو ځانګړی ځای نشته، هیله کوو، یو پاک او مناسب ځای ورته غوره شي.″

دوې په ښارونوکې د څارویو د روزلو او پاللو د فارمونو په جوړولو او په لیرې پرتو سیمو کې د څړ ځایونو په ځانګړي کولو تاکېد وکړ.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال د هندوکش د غرونو لمنو ته یو دیرش میلیونه هکتار څړځایونه وچکالیو له ګټې اخیستنې ایستلی دي.

د افغانستان د کرنې د متخصصینو د ارزیابیو له مخې د دې هېواد خاوره د درې سوه لس میلیونو غواګانو او پسونو او سل میلیونو نورو حیواناتو د اوسیدو ظرفیت لري.

د کرنې وزارت چارواکې ډاډ څرګندوي چې هېواد به تر راتلونکو لسو کلونو پورې نه یوازې دا چې د څارویو او لبنیاتو له اړخه خود کفاشي بلکې په دواړو برخوکې به بهرته صادرات هم ولري.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG