د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

په کابل کې د عاشورا د مراسمو لمانځنه

نن د محرم لسمه نیټه ده، چې په دې ورځ په ټولو اسلامي هېوادونو کې د عاشورا ورځ په شاندارو مذهبي مراسمو لمانځل کیږي. په دغې ورځ د اسلام د پیغمبر حضرت محمد ص لمسی امام حسین او د کورنۍ ۷۲ غړي یي په کربلا کې شهیدان شول. په کابل او یو شمېرولایتونوکې د دې ورځې لمانځلو ته مراسم نیول شوي او اکثره خلک په دې ورځ صدقې او خیراتونه کوي. په عین حال کې د افغانستان د پوهنې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټولو مسلمانانو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي او د مسلمانانو ترمنځ یې په ملي یووالي ټينګار کړی. په دې مناسبت نن په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.

XS
SM
MD
LG