د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

"د فساد له مینځه وړل له تحقیقاتي ژورنالیزم پرته امکان نه لري"


ولسمشر اشرف غني وویل چې معلوماتو ته د لاسرسي پر قانون به له ژورنالیستانو سره په ګډه بحث وکړي او که یې تعدیل ته اړتیا نه درلوده نو توشېح به یې کړي.

معلوماتو ته د لاسرسي قانون په تېره سرطان میاشت کې په شپږو فصلونو او ۳۲ مادو کې تصویب شو؛ خو توشېح شوی نه دی.

افغان ولسمشر د ژورنالیستانو د شورا له یوشمېر غړو سره په کتنه کې وویل؛ حکومت یې د بیان آزادۍ ته ژمن دی او زیاته یې کړه، د ملي وحدت حکومت ژمنه کړې چې معلوماتو ته لاسرسی باید د خلکو له اساسي حقونو څخه وي.

افغان ولسمشر همداراز د ژورنالیستانو د امنیت او مصوونیت ډاډ ورکړ؛ ویې ویل چې حکومت یې د خبریالانو د امنیت او مصوونیت لپاره جدي تدابیر نیولي دي.

د کلید ګروپ غړې او د مرسل مجلې مسووله مدیره آمنه مایار چې د ژورنالیستانو په دې ډله کې حاضره وه؛ آزادۍ راډیو ته وویل، ولسمشر غني د هغو خبریالانو د ملاتړ ژمنه وکړه چې پر تحقیقاتي راپورونو کار کوي:

"تحقیقاتي ژورنالیزم یې داسې په ګوته کړ چې د فساد د مخنیوي یوه لاره ده او تاسو که له داسې مواردو سره مخامخ کېږئ؛ ما په جریان کې کړئ، هغه اړوند چارواکي چې کولای شي دې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي؛ په جریان کې کړئ یا یې ماته په ګوته کړئ چې دغه شخص؛ دغه شرکت، دغه کمپنۍ موږ ته معلومات نه راکوي یا توهین او تحقیر کوي."

په ارګ کې له ولسمشر سره په کتنه کې د ژورنالیستانو استازو د تحقیقاتي ژورنالیزم د پرمختګ، د کار پرمهال د خبریالانو د امنیت او په رسنیو کې د فساد د مخنیوي غوښتنه وکړه.

د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر له خوا د خپاره شوي خبر له مخې افغان ولسمشر وویل؛ د ده د حکومت هدف دا دی چې د نړۍ د درېیم فاسد هېواد په توګه له افغانستانه بد نوم او شهرت لیرې کړي او زیاته یې کړه چې د فساد له مینځه وړل له تحقیقاتي ژورنالیزم پرته امکان نه لري. ده ډاډ ورکړ چې حکومت یې په دې برخه کې د ژورنالیستانو پر خوا دی.

XS
SM
MD
LG