پاکستان ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سفر په درشل کې د سولې عالي شورا هیله څرګندوي چې دا ځلي د سولې په اړه د پاکستان له حکومت سره پر عملي ګامونو خبرې وشي.
ټاکل شوې ولسمشر محمد اشرف غني په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته سفر وکړي.
د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار د یکشنبې په ورځ آزادی راډیو ته وویل؛ هیله ده پاکستان ته د نوي افغان ولسمشر سفر تشریفاتي نه بلکې پر عملي ګامونو متمرکز وي.
"فکر کوم پاکستان ته د ولسمشر سفر یو فرصت دی؛ د دې لپاره چې دوی دا ځل د پخواني ولسمشر خلاف پر عملي او مشخصو ګامونو خپلې خبرې متمرکزي کړي."
ښاغلي قاسمیار پر پاکستان د نفوذ لرونکو هیوادونو له لورې فشار راوړل؛ په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره یو ګټور ګام و باله.
ولسمشر اشرف غني د شنبې په ورځ په یوې خبري غونډې کې وویل چې سوله د افغانستان د خلکو اړتیا ده او دوی له بیلابیلو لارو غواړي؛ په هیواد کې د دایمي سولې ټینګښت ته زمینه برابره کړي.
ولسمشر وویل چې پاکستان ته یې د یو کاري سفر چمتوالی روان دی او د افغانستان په سوله کې به د دې هیواد د همکارۍ اندازه په راتلونکو اونیو کې څرګنده شي.
دا په داسي حال کې ده چې له دې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم شل ځله پاکستان ته سفر وکړ؛ خو و نه توانید دغه هیواد په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره همکارۍ ته چمتو کړي.
حامد کرزي د واک په وروستیو ورځو کې وویل؛ پاکستان ځکه په افغانستان کې له سولې سره همکاري نه کوي چې افغان حکومت یې غوښتني نه دي منلي.
ښاغلي کرزي وویل، د پاکستان اساسي غوښتني دا دي چې د افغانستان د بهرنۍ پالیسي کنټرول په لاس کې ولري او افغانان د ډيورنډ کرښه په رسمیت وپيژني.
په همدې حال کې، د سیاسي چارو کارپوهان سعودي عربستان او چین ته د افغان ولسمشر سفر ته په کتو؛ پاکستان ته د ولسمشر محمد اشرف غني سفر ته خوشبینه دي.
د سیاسي چارو کارپوه یونس فکور په دې باور دی:
"زه فکر کوم پاکستان ته د ده تګ ضروري دی؛ لوی کار یې په مخ کې دی. خو دا په دې پورې اړه لري چې سعودي عربستان او چین څومره په دې قانع شوي دي چې نور نو په افغانستان کې وینه تویول بس ده؛ باید کار او تجارت پيل کړو او هغوی پر پاکستان هم سیاسي فشارونه زیات کړي."
ولسمشر اشرف غني په چین کې د آسیا د زړه هیوادونو یا اسټانبول د پروسې په غونډه کې وویل چې سوله د ده د حکومت له سترو لومړیتوبونو څخه ده او له ګاونډیو هیوادونو یې وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې لپاره صادقانه همکاري وکړي.
خو و به کتل شي چې آیا پاکستان دا ځلې په افغانستان او سیمې کې د سولې او ثبات د راوستلو په برخه کې د افغان حکومت غوښتنو ته څه ډول ځواب وایي.