د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

افغان دولت: چین ته د ولسمشر غني سفر له لاسته راوړنو ډک و


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي؛ له چین سره د شوو ژمنو په اړه په اصولو کې نتیجې ته رسیدلي؛ خو د جزییاتو په اړه یې کار دوام لري.

ولسمشر غني د شنبې په ورځ له چین څخه د خپل څلور ورځني سفر نه وروسته په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په نږدې ورځو کې به د چین یو لوړ پوړی پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.

نوموړي وویل چې دا پلاوی به له افغانستان سره په ګډه کار وکړي؛ ترڅو د چین او افغانستان ترمنځ شوي ژمنې عملي شي:

"د چین یو لوړ پوړی پلاوی په نږدې ورځو کې افغانستان ته تشریف راوړي او زموږ له خوا به یو متقابل هییت جوړیږي؛ تر څو لومړی په افغانستان او بیا په چین کې وتوانیږو چې ټولو دغو ژمنو ته عملي بڼه ورکړو؛ مشخصن زموږ تمرکز به په دې وي چې چین دیوه ملي زیر بنا يې پلان جوړولو کې عملي مرستې وکړي."

ښاغلي غني وویل، افغانستان علاقه لري چې چین ورسره په دوو عمده برخو یعنې د ماین د ټکنالوژۍ او په هوایي ټرانسپورټ کې همکاري وکړي.

نوموړي وویل، سر بیره پر دې چې چین د روان میلادي کال تر پایه د ۵۰۰ میلیونو یوان مرستې ژمنه کړې ټینګار یې کړی چې په راتلونکو کلونو کې به دغه مرسته تر یونیم میلیارد یوان پورې لوړه شي.

هغه دغه راز ویلي، په راتلونکو پنځو کلونو کې به افغانستان ته ۵۰۰ تحصیلي بورسونه ورکړي او درې زره افغانان به په مسلکي برخو کې وروزي.

د افغانستان ولسمشر وویل چې چین به سربیره پر نورو برخو په امنیتي او او بشر دوستۍ څانګو کې هم مرستې وکړي.

چین ته د ولسمشرغنی له لومړي رسمي سفر سره سم دواړو خوا په سیاسي او اقتصادي برخوکې د همکاریو څلور موافقې لاسلیک کړې.

ښاغلي غنی وویل چې د دې تړونونو د عملي کیدو لپاره به د افغانستان او چین ترمنځ ګډ پلاوی کار وکړي:

"د عملي ملي زیر بناو د پلان معنی دا ده چې موږ به په راتلونکو شپږو میاشتو کې پریکړه وکړو؛ ترڅو په افغانستان کې څو زره کلیو مټره سړک، څو زره کلیو مټره د اوسپنې پټلۍ، څومره بندونه، په څومره اندازه بریښنا او څومره کورونه جوړ شي او دا هغه برخې دي چې په ټولو کې یې موږ د چین او ختیځې اسیا له بریالیو تجربو څخه ګټه اخیستلی شو."

ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې افغانستان زیر بنا جوړولو ته لیواله دی او له چین څخه غواړي چې په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ؛ لویو لارو، د اوبو سرچینو په خوندي ساتلو او د برېښنا په تولید کې پانګونه وکړي.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې نړیوال بانک ویلي افغانستان د پانګونې لپاره تر ټولو بد هیواد دی.

خو ولسمشرغنی څرګنده کړې چې په افغانستان کې به د پانګې اچوونې لپاره له هره اړخه لازمه زمینه برابره شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG