د پاکستان پوځي مقامات وايي، چې په شمالي وزيرستان کې يې هغه ٢٩ افغان بنديان؛ افغان دولت ته سپارلي چې په دې سيمه کې يې د روانو پوځي عملياتو پر مهال نيولي وو.
د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي دفتر د چارواکيو په وينا؛ دوى د جمعې په ورځ هغه افغان بنديان افغان دولت ته سپارلي چې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان د قبايلي سيمې په بېلابېلو ځايونو کې يې د "ضرب عضب" په نامه د روانو پوځي عملياتو پر مهال نيولي وو.
د دوى په وينا، دوى يې ځکه پرېښي چې په ترهګرۍ او نورو جنايي پېښو کې يې لاس نه درلوده او يواځې په غېر قانوني توګه؛ له قانوني اسنادو پرته په سيمه کې مېشت وو.
پاکستاني پوځ په داسې حال کې له شمالي وزيرستانه د افغان کډوالو د نيولو اعلان کوي چې دوى په دې سيمه کې د روان کال د جون له ١٥مې نېټې راهيسې؛ پراخ پوځي عمليات پيل کړي او ادعا کوي، چې په دغو عملياتو کې يې تر دمه د کورنيو او بهرنيو وسله والو په ګډون سلګونه ترهګر وژلي او د هغوى ډېرى مرکزونه يې له منځه وړي دي.
په شمالي وزيرستان کې مو د افغان کډوالو د نيونې په اړه په پېښور کې له افغان کونسل سيد محمد ابراهيم خېل سره اړيکي ونيولې؛ نو هغه ازادي راډيو ته وويل، چې دې کډوالو په هېڅ ډول غېر قانوني کړنو کې لاس نه درلود؛ بلکې يواځې له اسنادو پرته په سیمه کې اوسېدل.
هغه زياته کړه، چې په پاکستان کې داسې افغان بنديان نشته چې د ترهګرۍ په تور دې بنديان شوي وي:
"يو تعداد کسان يې چې هلته نيولي وو؛ زموږ سفارت ته یې اطلاع ورکړې وه چې دوى موږ ديپورټ کوو. بيا موږ وويل، چې که دوى راولي دلته پېښور ته او بيا يې له تورخمه خارجوي چې بيا موږ ورسره لاړ شو؛ خو هغوى بيا موږ ته وويل چې نه موږ دوى د غلام خان له بنده لېږي.
دوى سره يې محاسبې کړې وې؛ دوى نه يې تحقيق کړى و چې دوى عام خلک وو او هلته درګير پاتې شوي وو؛ نو دوى يې نيولي دوى، په دوى کې يو ترهګر هم نشته."
د ابراهيم خېل په وينا، دوى په هرو درېو مياشتو کې د پېښور د محبسونو دوره کوي او د هغو افغان بنديانو حال اخلي چې په پاکستان کې په غیر قانوني توګه مېشتېدنې او همداراز په لړ نورو وړو جرمونو کې ککړ پېژندل شوي.
راپور: ذبيح شفق