په ننګرهار یو شمېرهغه میرمنې چې د سواد او حرفوي زده کړو له کورسونو څخه فارغې شوي، وايي دوی په بېلابېلو برخو کې زده کړې کړي د کارکولو وړتیا او علاقه لري، ولې دوی ته تر اوسه د کار کولو زمینه نه ده برابره شوې.
دغه میرمنې وايي، که چیرې دوی ته د خیاطۍ،تجارت او نورو برخو کې د کار کولو زمینه ورته برابره شي نو دوی پوره چمتوالی لري:
"شبانه:موږ دژوند مهارتونه،دینی زده کړې،حساب،تجارت او نورو برخو کې موږ ته درسونه ویلي دي،یاد مو دي خو موږ خپله نشو کولای نور مخکې لاړې شو،ځکه د کار زمینه موږ ته نه ده برابره.
زما نوم خاطره دی موږ درسونه ويلي دي،خياطي او نور کسبونه مو زده کړي موږ غواړو،چې میرمنو ته د کار کولو زمینه برابره شي،چې زموږ اقتصاد ورسره ښه شي او غریبی مو لرې شي.
زه ظاهره حلیمي،کله چې د سواد اموزی او نور کورسونه جوړ شول موږ ته د کور نه اجازه راکړل شوه هر څه مو زده کړل اوس د کور نه اجازه لرو،خو دلته د کار کولو زمینه موږ ته نه ده برابره شوې."
د ننګرهار ولايت ویاند احمدضياعبدالزی وايي په دې وروستیو کې د ننګرهار د صنعت کارانو لخوا یوه طرحه جوړه شوې،چې په هغې کې د کلیوالي صنعت پراختیا هم په پام کې نیول شوې ده،چې په عملي کیدو سره به د یادو میرمنو ستونزې آوارې شي.
نوموړی وايي په دې طرحه کې دغو میرمنو لپاره درې مرحلې،چې د سوادزده کړو،د دوی د کاري بوختیا او دارنګه توليداتو ته يې د بازار مومندنې مرحله ده:
"همدا اوس اوس د ننګرهار صنعت کارانو لخوا نه د کليوالي صنعت د ودې په خاطر یوه طرحه نندارې ته وړاندې شوه،چې په هغې کې یو لړ وړاندیزونه شوي و،او دا طرحه سوداګرۍ وزارت سره يې هم شریکه کړې،چې په کليو کې میرمنو ته د صنعت په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي او د هغوی محصولاتو ته بازار پيدا شي،چې دې سره به د دوی ستونزې آوارې شي."
د اقتصاد پوهانو په اند که چیرې په هیواد کې کليوالي صنعت ته پراختیا ورکړل شي او هغه میرمنو ته،چې د کارکولو لیوالتيا لري د کارزمینه ورته برابره شي له یوې خوا به له دې لارې غریبې کورنۍ مالي امکانات په لاس راوړي او له بلې خوا به د هيواد صادرات هم ورسره لوړ شي.
ننګرهار ـ شاه محمود شینواری