د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

د افغان میرمنو شبکه: په حکومت کې د ښځو سیاسي مشارکت کم رنګه دی


د افغان میرمنو شبکه وایې، په حکومت کې د ښځو سیاسي مشارکت کم رنګه دی.

د دې شبکې غړې له نوي حکومته غواړي چې په سیاست کې دې د هېواد ښځو ته زیاته برخه ورکړي.

کومه څیړنه چې په دې اړه په ټول افغانستان کې شوې، نتیجه یې د سې شنبې په ورځ په کابل کې په یوې ناسته کې خپره شوه.

په عین وخت کې د ښځو د حقونو فعالانې په دې باوردي چې د هېواد ښځې باید له خپلو حقونو، په خپله د فاع وکړي.

د افغان میرمنو شبکه په سیاسي او امنیتي برخو کې د ښځو په زیاتې برخې اخیستنې تاکېد کوي او وايي چې په نوي حکومت کې باید د ښځو مشارکت زیات شي.

د دې شبکې له خوا چې په ټول افغانستان کومه څیړنه ترسره شوې ښيي چې، په تیر حکومت کې د ښځو سیاسي مشارکت کم رنګه و.

دوې تاکېد کوي چې نوی حکومت دې په سیاسي او نورو برخو کې د ښځو مشارکت ته زیاته توجه وکړي.

د دې شبکې یوې غړې سونیا اسلمي نوي حکومت ته د دوی پیشنهادونه داسې مطرح کړل:

″اطمینان دې حاصل شي چې د امنیت د شورا یو زرو درې سوه، پنځه ویشتمه قطعنامه او د ملي عمل پلان دې، د افغان میرمنو په برخه کې په ټولو وزارتونو کې پلي شي.

د ولایتي او د سولې په شوراګانو کې دې د ښځو شمېرله اتو څخه تر لسو پورې زیات شي.″

د افغان میرمنو د شبکې غړو وویل، تیرحکومت په امنیتي برخه کې د ښځو مشارکت له پامه غورځولی و او هیله ده چې نوی حکومت یې تکرار نه کړي.

دا څیړنه دا هم ښيي چې په ملي اردو کې د ښځو مشارکت، له یو فیصد څخه هم کم دی.

په جوړې شوې ناسته کې د ښځو چارو وزارت سیاسي مشاورې عالمه وویل، اوس مهال نهه فیصده ښځې په تصمیم نیوونکو مواردو کې شاملې دي خو دا فیصدي ډیره کمه او تر دوه زره اتلسم میلادي کاله پورې باید دیرش فیصده شي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې ثریا صبحرنګ ترتیب شوې څیړنه وستایله او وېې ویل، چې ښځې باید د دوی د حقونو تحقق ته یو موټی شي:

″حق نه ورکول کېږي بلکې اخیستل کېږي، دا د ښځو ظرفیت او ابتکار پورې مربوط دی چې په هرځای کې چې کار کوي، باید هڅه وکړي چې په ځان اتکا پیدا کړي او په دی باوري شي چې حق نه ورکول کېږي، باید په خپله یې حاصل کړئ.″

کارپوهان وایې، د افغانستان ښځو په څه باندې دیارلسو کلونو کې په سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، فرهنګي او داسې نورو برخو کې خپل ظرفیتونه لوړ کړي او حکومت باید له دې ځواکه د حکومتدارۍ په مختلفو برخو کې کار واخلي.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG