د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونو د لسمې ګډې غونډې لپاره په کابل کې د چمتوالي دوه ورځنې کانفرانس پیل شوی دی.
د افغانستان او امریکا د سوداګری د ګډ بورډ مشر وایې، دوی به په روان کنفرانس کې افغان سوداګرد واشنګټن په تجارتي غوڼده کې د ګډون لپاره وهڅوي څوهلته د سوداګرۍ نړېوالې تجربې ترلاسه کړي.
افغان سوداګر وایې، دا ډول کنفرانسونه د نړېوالو پانګونو د جذب لپاره خورا ګټور دي او په تیر کې یې د افغانستان په سوداګری ښه اغیزه کړی دی.
د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ او صنایع خونو چارواکې وایې په افغانستان کې یې د اقتصادي چارو د ګړنديتوب او ښه کیدو لپاره د نړیوالو سوداګرو د پاملرنې د جذب هڅې پیل کړي دي.
د امریکا او افغانستان د سوداګرۍ د ګډ بورډ مشرسلیمان لطفي د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، دوی د دې هدف لپاره په واشنګټن کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ ګډه تجارتي غونډه جوړوي.
هغه چې د واشنګټن غونډې د تیاری لپاره له افغان سوداګرو سره خبرې کولې وویل، کولای شي افغانستان ته په میلیونونو ډالرو پانګونه را جذب کړي.
لطفي هیله څرګنده کړه، چې افغان سوداګرهغې غونډې ته ښه چمتوالی ونیسي، چې په واشنګټن کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو ترمنځ جوړیږي:
″زموږ انتظار دا ده چې په راتلونکې کنفرانس کې هم ډير شمېر افغان سوداګر برخه واخلي چې نه یوازې معلومات یې ډيرشي بلکې دوی به له بېلابېلو پانګه والو سره معرفي شي.
موږ د همدې لارې د دې شاهد یو چې په سلګونو امریکایې کمپنۍ افغانستان ته راغلي او پانګونې یې وکړې.″
د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونو ګډه غونډه به د روان کال په ډيسمبرمیاشت کې جوړه چې په کې به افغان سوداګرله امریکایې او نورو نړېوالو پانګه والو سره د اقتصادي ودې او اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسولین او یوشمېرسوداګر وایې دا ډول غونډې کولای شي د سوداګرۍ په برخه کې له دوی سره ښه مرسته وکړي.
سوداګر اعتبارخان ځدراڼ چې په تیروڅو داسې غونډو کې یې برخه اخیستي ازادۍ راډيوته وویل، دوی له داسې غونډو نړېوالو سوداګرو ته په هېواد کې د شته فرصت په اړه معلومات ورکوي او هغوی پانګونې ته زړه ښه کوي:
″موږ په خپلو سترګو لیدلي کوم دا ډول کنفرانسونه چې تراوسه جوړ شوي دي د سوداګرو ترمنځ یې د اړیکو یو لار پرانستلي ده، امریکایې ډير سوداګر په داسې کنفرانسونو کې برخه اخلي تل تشویق شوي دي چې د افغان سوداګرو سره یوځای دلته فعالیتونه پیل کړي.″
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکې وایې، په واشنګتڼ کې جوړیدونکې غونډه په تیرو دولسوکلونو کې لسمه غونډه ده چې هرکال په کې په سلګونو افغان سوداګر برخه اخلي.
دوی وایې، افغان سوداګرپه مختلفوخصوصي سکتورنونو لکه ساختماني، ټرانسپورټي، مخابراتي، بانکي، لوژستیکي او نورو برخو کې شته فرصتونه نړېوالو سوداګرو ته بیانوي خپلې تجربې له یو بل سره شریکوي او بالاخره له همدې لارې په سلګوونو کمپنۍ په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کوي.