د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

افغانستان او عربستان غواړي په خپلو کې ستراتیژیک اړیکې پراخې کړي


افغانستان او سعودي عربستان غواړي چې په خپلو کې ستراتیژیک اړیکې پراخې کړي.

افغان چارواکي د کابل او ریاض ترمینځ په ستراتیژیکه برخه کې د همکاریو د پیاوړتیا خبره وروسته له هغه کوي چې ولسمشر اشرف غني احمدزي له عمرې حج وروسته پرون له سعودي چارواکو سره خبرې وکړې.

د جمهوري ریاست رسمي ویبپاڼه خبر ورکوي چې ښاغلي احمدزي د افغانستان او سعودي عربستان ترمینځ د ستراتیژیکو همکاریو د موافقتنامې او په سعودي کې د افغان حاجیانو د ستونزو د حل په ګډون پر ځینو نورو مسایلو له سعودي ولیعهد او دفاع وزیر شهزاده سلمان بن عبدالعزیز آل سعود خبرې وکړې.

د خبر له مخې ښاغلي احمدزي وویل؛ افغانستان غواړي چې سعودي عربستان د ده په هېواد کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې رغنده ونډه واخلي.

سعودي ولیعهد چې د سعودي پاچا عبدالله بن عبدالعزیز په استازیتوب یې له افغان ولسمشر سره وکتل د جمهوري ریاست د ویبپاڼې د راپور له مخې ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې به خپلې هڅې ونه سپموي.

په همدې حال کې تمه ده چې افغان ولسمشر د یوه درې ورځني سفر رسمي په مخه سبا چین ته ولاړ شي او په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې د پېکنګ د همکارۍ غوښتنه هم وکړي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند فایق واحدي له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې د چین د سیمه ییز اهمیت یادونه وکړه:

"چین په سیمه کې یو اغېزمن هېواد دی او د افغانستان لپاره په ټولو برخو کې مهم رول لري؛ په تېره د امنیت په ټینګښت کې، ځکه چې افغانستان او چین د تروریزم ګواښ ځپلي؛ دا له دې ګډ ګواښ سره د ګډې مبارزې لپاره ډېره مهمه ده او دا به د دواړو هېوادونو ترمینځ د همکارۍ یوه ډېره مهمه برخه وي."

چین چې له پاکستان او افغانستان دواړو سره ګډه پوله لري؛ په سیمه کې د اسلام آباد پخوانی متحد دی او ځکه فکر کېږي چې ښايي پر طالبانو هم غیرمستقیم اغېز ولري.

د ترکیې ونډه هم د پام وړ ده او پخواني ولسمشر حامد کرزي څوځلې له ترکي چارواکو غوښتي وو چې پر طالبانو له خپل نفوذ څخه کار واخلي؛ خو سعودي عربستان نه یوازې د اسلامي نړۍ قبله ده؛ بلکې له پاکستان سره هم خورا نژدې او ښه اړیکي لري. ولسمشراحمدزي د سولې په هڅو کې د ریاض همکاري تل مهمه بللې ده.

XS
SM
MD
LG