کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره سعودي عربستان ته د ولسمشرد سفر، د سولې په لاورچارو او د ولایتي شوراګانو انتخاباتو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي ولسمشراشرف غني احمدزي په سعودي عربستان کې د عمرې حج له ادا کولو وروسته، د دې هېواد له مشرانو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه هم خبرې وکړې.
د سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي سوله د افغانستان لپاره ترهرڅه مهم لومړیتوب دی، بیارغونه، اقتصاد، ښوونه، روغتیا او د ژوند نورې چارې ټول له سولې سره تړلي دي.
د لیکوال په اند که ولسمشرغني د سولې لپاره بنسټیز کارونه کړي، په نورو برخو کې به یې ټول پلانونه او پروګرامونه خپل اهمیت او ارزښت له لاسه ورکوي، د لیکوال په باورله همدې امله په کار دی، چې د سولې مسله جدي ونیسي.
د سرنوشت ورځپاڼې د سرمقالې لیکوال وړاندیزکوي نه یوازې په کوردننه، بلکې له هېواده د باندې هم هڅې وکړي.
ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي سوله چې افغانان ورته له بل هرڅه زیاته اړتیا لري، مهمه نه دی چې سوله له کوم لوري راځي، خو هغه هڅه چې د سولې په اړه کیږي باید ستاینه یې وشي.
محور خپلواکې ورځپاڼې په یوه جلامطلب کې لیکلي که سعودي عربستان وغواړي په رېښتنې توګه له افغان حکومت سره په دې برخه کې مرسته وکړي، نو لرې نه ده چې په افغانستان کې به دایمي سوله راشي.
همدې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکول لیکلي د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په پایلوکې ستونزې وې.
وړاندې په مطلب کې راغلي په ډېرو ولایتونو کې له تغیراتو سره، سره ناکام وکیلان او په افغانستان کې د انتخاباتو د څاربنسټونه ادعا کوي، چې هم د رایو د شمېرنې او هم د تفتیش پر مهال پراخې درغلۍ شوې دي.
ویسا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د پایلو اعلان، د درغلیو د ډنډورو بیا تکرار.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي د ولایتي شوراګانو انتخابات اصلآ د ولسمشرۍ د انتخاباتو تر سیور لاندې داسې پټ شول، چې دا دې د نوي حکومت له جوړېدو یوه میاشت وروسته یې ایله پایلې اعلان شوې.
د لیکوال په اند اوس به د درغلیو هغه پلان شوې ترانه یوځل بیا ډېره په شور او زوږ په یو شمېر خولو زمزمه شي.
ترتیب کوونکي: رحمت الله افغان