د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

امریکا وايي له روسیې سره جنجال نه غواړي


متحد ایالات وايي چې له روسیې سره جنجال نه غواړي؛ خو پر هغو اصولو به هم معامله ونه کړي چې په امریکا او اروپا کې د امنیت ټینګولو لپاره رامنځ ته شوي دي.

د روسیې ولسمشر ولاډیمیر پوټین پرون پر امریکا تور ولګاوو چې په دوامدار او زیاتیدونکي ډول؛ په نړۍ کې بې امنیتي رامنځ ته کوي.

د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ویاندې؛ د پوټین د دې وینا په ځواب کې وویل چې متحد ایالات د خپل امنیت پر سر جوړجاړی نه شي کولاي:

"د پوتین څرګندونې موږ ته راورسیدې. امريکا له روسيې سره د لانجې جوړولو کوښښ نه کوي. موږ پر هغو اصولو چې په اروپا او شمالي امريکا کې له امن سره ارتباط لري؛ جوړجاړى نه کولاى شو او نه به يې وکړو. موږ په وار- وار دا خبره کړې ده او موږ به پر هغو اصولو ټينګ ولاړ يو. موږ به د اوکراین د خاورې بشپړتیا او استقلال له ساتنې سره مرستې ته متعهد یو."

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې تر دې خبرو څو ساعته وړاندې؛ د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين وويل چې امریکا پر نورو هیوادو د خپلې ارادې د تپلو هڅه کوي او دا کار نړۍ په زياتېدونکي ډول په ناامنه ځاى بدلوي.

پوټين په سوچي کې نړيوالې غونډې ته په وينا کې وويل؛ لوېديځ په اوکراين کې د روسيې مشروع ګټې رد کړې او د اوکراين د پخواني ولسمشر "ويکټور يانوکوويچ" د لرې کېدو ملاتړ يې وکړ چې له مسکو سره يې اړيکې دوستانه وې.

خو د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ویاندې جین ساکي پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې له روسیې سره د ګډ کار پر دوام ټینګار کوي:

"زموږ زیات تمرکز له روسیې سره پر هغو مسایلو ګډ کار ته دوام ورکول دي چې دواړه اندیښنه ورته لرو. موږ هیله لرو چې دې کار ته دوام ورکړو؛ پر یو لړ مسایلو مخالفت هم لرو؛ خو پر خپلو اصولو به ولاړ پاتې شو."

له روسیې سره د اوکرایین د کرایمیا ټاپووزمې تر الحاق وروسته؛ امريکا او اروپايي اتحادیې پر روسيې بنديزونه ولګول. پر روسیې تور دی چې د اوکراین په ختیځ کې یې بیلتون غوښتونکو یاغیانو ته وسلې ورکړې دي؛ خو روسیه دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG