په دې پروګرام کې د اورېدونکو هغه ټليفوني پيغامونه راغونډ شوي، چې د ناامنيو پر زياتېدو او د سولې د ټينګښت پر مسئله دي.
زياتو اورېدونکو چې له بېلابېلو ولايتونو زنګ راوهلى شکايت کړى چې په سميو کې يې ناامني زياته شوې ده.
څو اورېدونکو د امن د ټينګښت لپاره دولت ته ځينې پېشنهادونه کړي دي.
تاسو په دې شمېرو د دې پروګرام لپاره په اتومات پيغام ثبتوونکي ماشين کې خپل ټلیفوني پیغامونه ثبتولی شئ.
په افغانستان کې د پیغام ثبتوونکي ماشين شمېره ده:
۰۰۹۳۷۰۰۲۷۴۳۶۱
د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ ښار کې د پیغام ثبتوونکي ماشين شمېره ده:
۰۰۴۲۰۲۲۱۱۲۴۱۱۵
خپل شکايتونه د ايميل له لارې هم پروګرام ته رالېږلاى شئ.
د پروګرام د جوړوونکي د برېښناليک (ايميل) ادرس دى:
salihs@rferl.org