د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۸

خبرونه

ولسمشراشرف غني د سترې محکمې د سرپرست عبدالسلام عظیمي استعفې ومنله

ولسمشراشرف غني احمدزي د سترې محکمې د سرپرست عبدالسلام عظیمي استعفې ومنله.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال فایق واحدي ازادي راډیو ته وویل، چې سلام عظیمي په دې وروستیو کې خپله استعفې ولسمشر ته وړاندې کړې وه، چې نن ومنل شوه.

تر اوسه معلومه نه ده، چې ولسمشر به څوک د سترې محکمې د ریس په توګه وټاکي، خو ښاغلی واحدي وویل، ډیر ژر به په دې اړه رسنیو ته معلومات ورکړي.

د قاضي القضات د استفې پر مهال ولسمشر اشرف غني د هغه کارونه وستایل او د غازي امان الله خان مډال یې ورکړ.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د وروستیو دوو اوونیو په سېلونو کې ۱۵۷ تنه مړه شوي

له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې نن اعلان وکړ چې د افغانستان په وروستیو سېلونو کې ۱۵۷ تنه مړه شوي ۱۲۹ ژوبل شوي او ۹ تنه بې درکه دي.

د وروستیو دوو اوونیو د سېلونو د مرګ ژوبلو د شمېر په اړه له پېښو سره د مبارزې د ادارې له اعلان سره هممهاله سېف دي چلډرن ویلي چې وروستیو شدیدو سېلونو او ورښتونو ماشومان سخت اغیزمن کړی دي.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (یو این هبیتات) هم د چهارشنبې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په ۲۰۲۶ کال کې ۴،۲ میلیونه خلک په افغانستان کې بیړنۍ سرپناه او غیر خوراکي توکو ته اړتیا لري او وروستي سیلونه دا اړتیاوې نورې هم زیاتوي.

په امریکا کې نیول شوي پاکستاني د یهودانو پر یوه مرکز د برید پر هڅه اعتراف وکړ

ارشیف
ارشیف

یوه پاکستاني وګړي اعتراف کړی چې غوښتل یې د داعش ډلې په الهام په نیویارک کې د یهودیانو پر یوه مرکز برید وکړي.

د امریکا د عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ (حمل۱۹) اعلان وکړ چې پاکستاني تبعه محمد شاهزیب خان، چې دا مهال په توقیف کې دی، اعتراف کړی چې غوښتل یې د داعش ډلې په الهام، د اتومات وسلو په کارولو سره د نیو یارک ښار د بروکلین په یوه مهم یهودي مرکز کې پر خلکو برید وکړي.

د امریکا د لوی څارنوال مرستیال جان ایزنبرګ ویلي چې خان غوښتل دا برید د اکتوبر په ۷ مه پر اسراییل د حماس د بریدونو له کلیزې سره هممهاله کې ترسره کړي.

د نیویارک د جنوبي حوزې څارنوال جي کلیټن ویلي چې محمد خان غوښتل د داعش په ملاتړ «یو وحشتناک برید» پر یهودي مرکز ترسره کړي.

د عدلیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، محمد شاهزیب خان، چې یو پاکستانی تبعه او د کاناډا اوسېدونکی دی، د ۲۰۲۳ کال په نوومبر میاشت کې په ټولنیزو رسنیو کې د داعش ملاتړ پیل کړ او له نورو کسانو سره یې اړیکې ټینګې کړې، چې پکې د دې ډلې ویډیوګانې او تبلیغاتي مواد شامل وو.

وروسته هغه د امریکا په داخل کې د تروریستي بریدونو په پلان جوړولو پیل وکړ، خو د ۲۰۲۴ کال په سپتمبر کې د کاناډا او امریکا ترمنځ پولې ته نژدې ونیول شو.

متحده عربي اماراتو افغانستان ته ۹۶ ټنه طبي مرسته واستوله

متحده عربي اماراتو افغانستان ته۹۶ ټنه بشري مرسته، چې درمل او طبي وسایل پکې شامل دي، کابل ته ولېږله.

د متحده عربي اماراتو رسنیو نن راپور ورکړ چې د دغه هیواد د مرستیال دولتمشر شیخ محمد بن راشد آل مکتوم په لارښوونه دا مرسته له دوبۍ څخه په الوتکه کې کابل ته واستول شوه.

تمه کېږي چې دا مرستې به په درې میاشتو کې تر ۲۵۰ زره زیاتو کسانو سره مرسته وکړي، او هغوی ته به د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د برابرولو زمینه برابره کړي.

متحده عربي اماراتو دا مرسته په داسي حال کې افغانستان ته استولې چې د دې هیواد ګڼې سیمې وروستیو سېلونو خپلي دي. په دې سېلونو کې نژدې یونیم سل تنه مړه شوي او سلګونه کورونه او زرګونه جریبه کګرنیزه مځکه ویجاړه شوې ده.

ټرمپ وايي، د امریکا ځواکونه به د ایران شاوخوا ته پاتې شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکايي ځواکونه به د ایران شاوخوا پاتې شي او که موافقه ماته شي، «بریدونه به پیل شي».

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په خپله خواله رسنۍ (ټروت سوشل) کې لیکلي:

«د امریکا ټولې بېړۍ، الوتکې او پوځي ځواکونه به، له اضافي مهماتو او وسلو سره، او هر هغه څه چې د مخکې تر مخکې سخت کمزوري شوي دښمن د له منځه وړلو لپاره پکار دي، په ایران او شاوخوا سیمو کې پاتې شي، تر څو چې پر رښتیني موافقې بشپړ عمل وشي. که د هر دلیل له مخې دا کار ونه شي—چې ډېر احتمال یې کم دی—نو بیا به “بریدونه پیل شي”، داسې بریدونه چې تر اوسه هیچا نه دي لیدلي، لوی، قوي او ډېر ځواکمن به وي.»

ټرمپ همداراز وویل:

«زموږ لوی پوځ دا مهال په تجهیز او استراحت بوخت دی، او په حقیقت کې د خپلو راتلونکو بریاوو په تمه دی. امریکا بېرته راګرځېدلې ده!»

د افغانستان د ۱۷ کلنو د فوټبال لوبډله له ازبکستان سره مخامخ کېږي

د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلونو کشره لوبډله د منځنۍ اسیا د ۲۰۲۶ کال د اتلولۍ جام په چوکاټ کې نن د ازبکستان له لوبډلې سره سیالي کوي.

دا لوبه د کابل په وخت د مازیګر په ۴:۳۰ بجې په تاشکند کې پیلېږي.

د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډله په دې سیالیو کې په خپلو تېرو دوو لوبو کې پر قرغیزستان بایللې او له ترکمنستان سره مساوي شوې ده.

دا د افغانستان د ۱۷ کلنو لوبډلې درېیمه لوبه ده.

د افغانستان په ګډون د منځنۍ اسیا د پنځو هیوادونو د فوټیال د اوولس کلونو لوبډلو سیالۍ د حمل په ۱۶ مه پیل شوي دي او تر ۲۶ پورې به دوام وکړي.

په پاکستان کې د ایران سفیر: د ایران مرکچي پلاوی نن ماښام اسلام اباد ته رسېږي

په اسلام‌اباد کې د ایران سفیر اعلان وکړ چې د دغه هیواد یو پلاوی به د پنجشنبې په ماښام (۲۰ حمل) د «جدي» خبرو لپاره اسلام‌اباد ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوربند د لومړۍ ورځې،(چې د چهارشنبې د حمل د نولسمې له سهاره پیل شوی) په ترڅ کې، د ایران له لوري څو ځلې دا ادعا شوې چې د اوربند سرغړونه شوې او ښايي د جمعې په ورځ د ایران او امریکا ترمنځ خبرې لغوه شي.

په اسلام باد کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم، د پنجشنبې په سهار په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي:

«سره له دې چې د ایران عامه افکار د اسرائیل د رژیم له خوا د اوربند د پرله‌پسې سرغړونو له امله بدبین شوي، چې هدف یې د ډیپلوماټیک نوښت تخریب دی، خو د ایران پلاوی د پاکستان د صدراعظم، شهباز شریف، په بلنه نن شپه اسلام‌اباد ته د ۱۰ وړاندیز شویو مادو پر بنسټ د جدي خبرو لپاره راروان دی.»

د امیري مقدم اشاره د اسرائیل هغو درنو بریدونو ته ده چې پرون یې په لبنان کې وکړل او تر ۲۵۰ زیات کسان پکې ووژل شول.

د ایران چارواکو او همداراز د پاکستان صدراعظم مخکې ویلي و چې پر لبنان د بریدونو درېدا د اوربند برخه ده، خو امریکا او اسرائیل دا خبره رد کړې ده.

ټرمپ: له ایران سره تر اوربند وروسته خبرې د بندو دروازو ترشا کوو

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د اوربند وروسته به له ایران سره راتلونکې خبرې اترې د تړلو دروازو تر شا ترسره شي.

ټرمپ په ټروت سوشیل یوه بیان کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو د اجنډا په توګه اعلان شوو مسودو باندې نیوکه وکړه او وې ویل: "یوازې د معنی لرونکو 'ټکو' یوه ټولګه شتون لري چې متحده ایالاتو ته د منلو وړ دي، او موږ به د خبرو اترو په جریان کې د تړلو دروازو تر شا پرې بحث وکړو."

هغه زیاته کړه: "دا هماغه ټکي دي چې د اوربند د ټینګولو لپاره زموږ د موافقې اساس وو. "دا یوه منطقي او په اسانۍ سره د حل وړ مسله ده."

دا دریځ په داسې حال کې څرګند شو چې یو امریکایي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته هم وویل چې هغه لس ماده یي پلان چې ایران د خبرو اترو د اجنډا په توګه اعلان کړ، دوی لپاره د منلو نه دی.

علي عظیمي دویم افغان لوبغاړی شو چې مستر المپیا لوبو ته یې لار ومونده

افغان لوبغاړی علي بلال چې پخوا یې مستر المپیا ته لاره پیدا کړې
افغان لوبغاړی علي بلال چې پخوا یې مستر المپیا ته لاره پیدا کړې

د افغانستان د باډي بلډرۍ لوبغاړي محمد علي عظیمي د مستر المپيا سیالیو ته لار پيدا کړه.

عظیمي چې اتریش میشته افغان دی، د هالنډ په ( بنفلکس) سیالیو کې له بریا وروسته مستر المپیا ته لاره ومونده.

عظیمي د ( کلاسلیک فزیک) په برخه کې ښه وځلېد او د هالنډ لوبو کې یې لومړۍ درجه ترلاسه کړه.

له دې سره تر علي بلال وروسته عظیمي دویم افغان لوبغاړی شو چې مسترالمپيا ته لاره پیدا کوي.

دا د نړۍ په کچه د مسلکي باډي بلډنګ تر ټولو د لوړې کچې سیالۍ دي.

متیو سالویني: ایټالوي بیړۍ به د هرموز تنګي څارنې ته نه لېږل کیږي

د ایټالیا مرستیال صدر اعظم
د ایټالیا مرستیال صدر اعظم

د ایټالیا مرستیال صدر اعظم متیو سالویني وایي، د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته هیڅ ایټالوۍ بیړۍ د ملګرو ملتونو له اجازې پرته د هرموز تنګي څارنې ته نه لېږل کیږي.

د ایران له خوا د هرموز تنګي تړلو د نړۍ په کچه د انرژۍ ناورین رامنځته کړ او ډیری هېوادونه په ځانګړې توګه ایټالیا یې اغیزمنه کړه.

دغې چارې یوشمېر اړخونه، له هغې ډلې د ایټالیا لیګ ګوند د دې خبرې مطرح کولو ته وهڅول چې ووایي له روسیې څخه بیا د تیلو او ګازو پېرل پیلوي.

خو د ایټالیا مرستیال صدر اعظم وایي، د اوکراین د جګړې تر پای ته رسیدو پورې داسې کار امکان نه لري.

د رویټرز د راپور له مخې، ایټالیا د ناټو د ځینو نورو غړو په څېر تېره اونۍ د امریکا پوځي الوتکو ته چې منځني ختیځ ته پر لاره وې، په خپلو هوایي ډګرونو کې د ناستې اجازه ورنه کړه.

هګیسټ؛ ایران تر فشار لاندې اوربند ومنه او نور نشي کولی چې توغندي جوړ کړي

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګیسټ
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګیسټ

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګیسټ وايي،"ایران تر فشار لاندې اوربند ومنه او نور نشي کولی چې توغندي جوړ کړي".

هغه نن چهارشنبې په یوه خبري کنفراس کې وویل،"موږ د ایران دفاعي او صنعتي زیربناوې له منځه وړي، دوی (ایرانیان) نور نشي کولی چې توغندي جوړ کړي".

د هغوو په ټکو،" د دغو زیربناوو ویجاړیدل زموږ ماموریت و".

هګیسټ وړاندې وویل،"ولسمشر ټرمپ دا ځواک درلوده چې په څو دقیقو کې د ایران اقتصاد له منځه یوسي خو هغه پر ایرانیانو رحم وکړ او په دغو موخو يې بریدونه ونه کړل، نو ځکه ایران تر ډیر فشار لاندې اوربند ومنه".

د هغه په ټکو،" د ایران نوی حکومت باید پوه چې دغه هوکړه د هغه برخلیک څخه ډیره ښه ده چې د دوی په تمه و".

ایران او امریکا پرون شپه ناوخته پر دوه اوونیز اوربند هوکړه وکړه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG