د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

چین ته به د ولسمشرغني سفر څه لاسته راوړنې ولري؟


د افغانستان جمهوري ریاست چین ته د افغان ولسمشر سفر د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو همکاریو د ټینګښت په برخه کې مهم بولي.

د جمهوررییس د ویاند مرستیال د چهارشنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چین ته د ولسمشرغني د راتلونکې اونۍ سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره ډیر ارزښت لري.

په عین حال کې اقتصادي کارپوهان وايي چې ولسمشراحمدزی په اقتصادي او زیر بنایې برخو کې باید د چین همکارۍ جلب کړي.

افغان چارواکي هیله لري چې چین ته د ولسمشراشرف غني احمدزي سفر د نورو برخو ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې او همکارۍ هم پراخې کړې.

چین لومړنی هېواد دی چې ولسمشراشرف غني احمدزی د دندې له پیلیدو نه وروسته راتلونکې اونۍ په یوه رسمي سفر ورځي.

د جمهور رییس د ویاند مرستیال فایق واحدي د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډيوته وویل، د دې سفرهدف د دواړو هېوادونو ترمنځ دامنیتي،اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ټینګښت دی.

ښاغلي واحدي هیله وښوده چې دا سفر ښې لاسته راوړنې ولري:

″موږ هیله من یو دا سفر انشالله عملي نتیجې ولري او په بېلابېلو برخو کې له چین سره اړیکې چې د سیمې یو له ځواکمنو هېوادونو دی پراخې شي.

دا سفر به په بېلابېلو برخو کې له هغې ډلې په امنیتي، اقتصادي او تجاري برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا څرخي.″

ښاغلي واحدي وویل، تمه ده ولسمشرپه دغه سفرکې د چین له ولسمشر سربېره د دغه هېواد له صدراعظم او د پارلمان له رییس سره هم وګوري.

د واحدي په خبره ښاغلي احمدزی به د افغان سوداګرو لپاره د ښو شرایطو د برابرولو په هدف له یو شمېرچینایي او افغاني سوداګرو سره هم په چین کې خبرې وکړې.

تمه ده په دې سفرکې افغان او چینايي چارواکي د همکاریو تفاهمنامه هم لاسلیک کړي خو د دې تفاهمنامې په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي.

له دې مخکې په کابل کې د چین سفیر ویلي و، چې هېواد یې د بیارغونې، له مخدره موادو سره د مبارزې او افغانانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکولو په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته ژمن دی.

یو شمېرافغان کارپوهان چین ته د ولسمشراشرف غني سفرله اقتصادي پلوه ډېر مهم بولي او وایې چې باید ورڅخه ډیره ګټه واخیستل شي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد استاد تاج محمداکبرازادۍ راډیوته وویل ولسمشراحمدزی باید د لویو اقتصادي پروژو په برخه کې د دغه هېواد همکاري جلب کړي:

″دغه نوې اړیکې له چین سره چې په سیمه ییز کچه یو لوی اقتصادي قدرت دی له خورا اهمیت لري.

افغان دولت کولای شي چې ډېرښه اقتصادي او سیاسي مناسبات له چین سره ټینګ کړي څو وکولای شو هغه زیرمې او هغه باالقوه منابع چې ظرفیتونه ایجادوي او راکړه ورکړه او کاري ظرفیتونه ایجادوي له هغو استفاده وکړو.″

څیړونکي وايي، که افغان حکومت وتوانیږي د چین همکاري جلب کړي دا به د افغانستان د اقتصادي پراختیا لپاره مهم اقدام وي.

چین د نړۍ په سطح له پیاوړو هېوادونو څخه بلل کیږي او افغانستان هم د نوموړي هیواد له تولیداتو نه ډیره استفاده کوي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG