د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

د خط نوسازمان: نوې کابینه دې ژر تر ژره اعلان شي


د خط نوپه نامه یو ټولنیزسازمان د یوې غونډې په ترڅ کې له جمهور رییسه غواړي چې ژرترژره دې نوې کابینه اعلان کړي.

د دې سازمان لسګونه تنه غړي د چهارشبنې په ورځ په کابل ښارکې راټول شوي وو او ویل یې چې د کارونو د ښه ترسره کېدو لپاره د کابینې ژر جوړیدل اړین دي.

په عین وخت کې د جمهوري ریاست چارواکې وايي، جمهورريیس به د کړې ژمنې په اساس په نږدې ورځو کې نوې کابینه اعلان کړي.

د نوې کابینې د نه اعلانیدو له امله، په حکومتي چارو کې یو لړستونزو ته په کتو سره، د خط نو په نامه یو ټولنیز سازمان له جمهور رییس احمدزي څخه غواړي چې ژر تر ژره دې نوې کابینه اعلان کړي.

د دې سازمان غړي چې شمېر یې لسګونو ته رسیده د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار پر ارتل پله راغونډ شوی و.

دوی ویل، د کابیني د اعلان ځنډیدل د خلکو او هېواد په ګټه نه دي. د خط نو د ټولنیز سازمان ريیس فهیم صدیقي په دې اړه وویل:

″زماهیله ده چې جمهور رييس او اجراييوي رييس دې نوې کابینه ژر تر ژره اعلان کړي او د دې ترڅنګ دې هڅه وشي د وزارتونو پستونو ته وړ کسان وټاکل شي.″

ده دا هم وویل، اوس مهال په اکثرو دولتي ادارو کې چارې په سمه توګه پرمخ نه ځي او روان وضعیت خلک له ستونزو سره مخ کړي.

سربیره پردې د افغانستان پخوانی جمهورريیس حامد کرزي د خپل کار په وروستیوکې د ځینو دولتي ارګانونو په چارو کې پر ځنډ اندیښنه ښودلې وه.

ولسمشراشرف غني احمدزي څه باندې شل ورځې دمخه د لوړې په مراسمو کې ژمنه کړې وه چې نوې کابینه به په پنځه څلویښت ورځو کې اعلان کړي.

په عین حال کې د خط نو د ټولنیز سازمان غړو دا ویل چې جمهورريیس دې د وزیرانو په ټاکلو کې دې پوهه، صداقت او له خلکو او هېواد سره وفاداري په پام کې ونیسي.

په عین وخت کې د جمهوري ریاست چارواکې وایې، نوې کابینه به د جمهور ريیس له ژمنې سره سمه په ټاکلي وخت اعلان شي.

د جمهور رییس د ویاند مرستیال فایق واحدي په دې اړه ازادۍ رادیو ته وویل:

″د نوې کابینې پرتشکېلاتو کار روان دی او د جمهور ريیس د ژمنې سره سم به اعلان شي، خواوس پرمعیارونو غور کېږي چې دا معیارونه رښتینولي، پوهه او تحصیل دی.″

په همدې حال کې ځیني افغانان وايې، په تیره کابینه کې د پوهې او وړتیا په نسبت اړیکو او واسطې ته زیات اهمیت ورکړل شوی و او باید په نوي حکومت کې دې موضوع ته جدي پام وشي.

کارپوهان هم د کابینې په ژرټاکلو ټینګارکوي او وایې، چې ولسمشر باید د وزیرانو په غوره کولو کې ډیردقت وکړي.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG