د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۱

"د ملي وحدت حکومت د تشکیل د بشپړیدو لپاره پرمختګ نه دی شوی"


که څه هم د ملي وحدت حکومت د تشکیل د بشپړېدو لپاره د یوه ځانګړي کمیسیون له جوړیدو یوه اوونۍ تېریږي؛ خو د دې کمېسیون ځینې غړي وايي چې تراوسه یې په کارونو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

د دې کمېسیون یوه غړي اسدالله سعادتي د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې دغه کمیسیون د هغې توافقنامې په اړه د بحث دنده هم پر غاړه لري، چې د ولسمشر او اجرایي رییس ترمنځ لاسلیک شوې ده:

"بحث تر ډیره د سیاسي موافقې پر جزیاتو او دغه راز د ملي وحدت حکومت پر معیارونو و؛ خو تراوسه دې بحث کوم جدي پرمختګ نه دی کړی؛ جلسې جوړې شوې، د دې لپاره چې پرمختګ وشي باید جلسې دوام وکړي؛ داسې میکانیزم باید جوړ شي چې حکومت یې له مخې د کابینې غړي او حکومتي چارواکي انتخاب کړي."

که څه هم ښاغلي سعادتي ونه ویل چې ولې یې په کارونو کې پرمختګ نه دی شوی؛ خو د دې کمیسیون یوه بل غړي د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په کمیسیون کې د کابینې د غړو د ټاکلو په اړه اختلافات موجود دی.

په یوشمیر راپورونو کې یادونه شوې چې په دې کمېسیون کې دواړو مشرانو ته نږدې کسان غړیتوب لري او په خپلو منځنو کې هم په ستونزمنو ټکو بحثونه کوي.

د یاد کمېسیون یوه غړي محمد حسین عالمي بلخي رسنیو ته ویلي چې دغه کمېسیون لایق او غوره کسان کابینې ته ټاکي.

خو اسدالله سعادتي د دې خبرې د رد ترڅنګ وویل؛ د دې کمېسیون پریکړه دا وه چې د مطلوب راپور تر بشپړېدو پورې نه باید دغه راپور له رسنیو سره شریک شي چې له بدمرغه دغه کار ترسره شو.

په همدې حال کې د سیاسي او حقوقي چارو یوشمېر کار پوهان وايي د ولسمشر او اجراييوي رییس ترمنځ واک باید په مساوي ډول د مخکني توافق په اساس وویشل شي.

احمد سعیدي د دې کمېسیون دغړیو ترمنځ د نظر اختلاف جدي نه بولې بلکې اساسي ستونزه بل ډول معرفي کوي.

"یوه ستونزه داده، چې د ولسمشر اشرف غني احمدزي له خوا ځينې کسان ګمارل شوي، خو د عبدالله عبدالله د ټیم له خوا تراوسه څوک نه دي ګمارل شوي دي، بله ستونزه داده،چې دواړه مشران په دې نظر دي، چې دولتي تشکیلات باید کم شي، نو کله چې یو وزارت له بل سره مدغم کیږي، ډیر کسان بې کاره کیږي، دوی فکر کوي، چې دا بې کاره کسان چیرته ځای پر ځای کړي."

دغه کار پوهه همدرانګه زیاتوي ولسمشر اشراف غني احمدزي او اجراييوي رییس عبدالله عبدالله د کمپاینونو پرمهال خپلو پلویانو ته غوړې وعدې ورکړې او اوس یې دواړه مشران په بشپړه توګه نه شي ترسره کولای چې داهم خپله یوه ستونزه بلل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني احمدزي د نوې کابینې له جوړېدو وړاندې پخوانیو وزیرانوته وخت ورکړی چې د لوړې له مراسمو وروسته ۴۵ ورځې د سرپرست وزیرانو په توګه کار وکړي.

خو تراوسه معلومه نده چې دمهلت له پای ته رسېدو وروسته به د زړې کابینې وزیران دملي وحدت حکومت په تشکیل کې ځای ولري او کنه؟

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG