د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

نی: افغان ولسمشر دې اطلاعاتو ته دلاس رسي قانون ژر توشیح کړي


په افغانستان کې د ازادو رسنیو په برخه کې کارکونکي ادارې او اشخاص په دې نظر دي چې د تیر حکومت لخوا اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون نه نافذول د دې سبب شوي چې؛ په هیواد کې د رسنیو او خبریالانو په وړاندې محدودیتونه ډير شي.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ د ادارې یا نی مشر صدیق الله توحیدي د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې له نوي افغان حکومت څخه وغوښتل چې؛ نور باید د دې قانون په توشیح کې ځنډ را نه ولي.

ښاغلی توحیدي وايي اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون ټول مواد بشپړ دي؛ نو تعدیل، نظر پوښتنې او ځنډ ته یې د رسنیو کارکونکي او د دوی اداره کوم ضرورت نه ویني.

"په دې قانون بیلا بیلو دولتي او غیر دولتي ادارو کار بشپړ کړی دی او بیا کتنې ته یې ضرورت نشته او د هیواد حالاتو ته په کتو غوره متن لري؛ ځکه نو د افغانستان د جمهور رییس څخه غوښتنه کوو هر څومره زر چې هغه توشیح او نافذ کړي؛ ښه به وي، تر څو د خبربالی په برخه کې لازم سهولتونه منځ ته راولي."

ښاغلی توحیدي وايي، د دې قانون په توشیح کیدو سره به خبریالان له کوم محدودیت پرته وکولای شي چې د اطلاعاتو رسولو کارونه په ښه ډول سرته ورسوي.

نوموړی وايي، په هیواد کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پیښې په ډيریدو دي؛ خو ټینګار کوي چې د دې قانون له نافذیدو وروسته به هیڅ زورواکو ته د خبریالانو د ګواښلو موقع ورنه کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د "نی" دفتر د معلوماتو له مخې تیره اونۍ په کابل کې اوه او د هیواد په شمال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي یوویشت پیښې ثبت شوي دي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د رسنیو کارکوونکي او خبریالان معلوماتو ته د لاسرسي قانون له توشیح کیدو سره له حکومته غواړي چې په تیرو دیارلس کلونو کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي عاملین دې هم محکمې ته را کش کړي.

افغان خبریالې فرحناز ازادي راډيو ته وویل؛ دوی اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون توشیح غوښتنه ځکه هم کوي چې؛ غواړي له نوي حکومت د پرمختګ سره ژورنالستان هم په خپلو کارونو کې پرمختګ وکړای شي:

"دا قانون موږ ته حق او صلاحیت راکوي چې په افغانستان کې د ښې حکومتداری سره یو ځای موږ هم ښه پرمختګ وکړو."

اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون د حامد کرزي په دوره کې د ملي شورا له خوا تصویب شو او د هغه وخت جمهور رییس حامد کرزي ته د توشیح لپاره هم لیږلی شوی و؛ خو د میاشتو میاشتو له تیریدو وروسته لا هم بې سرنوشته پاتې دی.

د رسنیو ملاتړي ادارې په افغانستان کې د رسنیو د ټولو پرمختګونو تر څنګ اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون ځکه مهم ګني چې وايي؛ د هغې له نافذیدو سره به د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی کم او دوی به وکولای شي ټولنې ته لا ښه دقیق او تحقیقي راپورونه وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG