په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت نوي افغان حکومت ته د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون او په دغه هیواد کې د مدني بنسټونو له خوا وړاندې شوي طرحې مهمې بولې او د هغې د اجرا غوښتنه کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما وايي؛ دوی له افغان حکومت څخه د سولې، ټولنیز عدالت او د اقتصاد د ښه کیدو په برخه کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون او د مدني فعالانو د غوښتنو عملي کېدو ته هیله من دي.
په کابل کې د دې دفتر ویاند نظیف الله سالارزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل؛ د بشري حقونو خپلواک کمیسیون او مدني ټولنو له لوري نوي افغان حکومت ته په سپارل شوي سرخلاصي لیک کې د خلکو غوښتنې شاملې دي او افغان حکومت باید مثبت ځواب ورکړي:
"په تیرو درېیو کلونو کې دا نوښت راغلی چې په ډيرو مواردو کې د افغان ښځو، سړیو او تنکیو ځوانانو څخه په نظر پوښتنه کې نظر اخیستل کیږي چې؛ څه ته انتظار باسي او غوښتنې یې څه دي.
د همدې ورستی نظر پوښتنې هدف هم همدا دی؛ نو غوښتنه مو دا ده چې، حکومت ورته پام وکړي."
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د مدني ټولنو په ګډون په یوه سرخلاصي لیک کې له جمهور رییس اشرف غني احمدزی او اجرایه مشر عبدالله عبدالله څخه غوښتنه کړي چې؛ په نوي حکومت کې د بشر د حقوقو سرغړونکو ته ځای ورنه کړي.
په دې لیک کې له حکومته غوښتل شوي، چې هغه کسان محاکمه کړي، چې په تیرو څو لسیزو کې یې بشري حقونو نقض کړي او خلک یې کړولي دي.
په همدې حال کې د افغانستان د مدني ټولنو د مجمعې رییس عزیزالله رفیعي وايي؛ په دې لیک کې د هیواد د څلوردیرش ولایتونو له خلکو څخه د اخستل شوي نظر پوښتنې خلاصه هم شامله او حکومت ته سپارل شوې ده.
ښاغلی رفیعي وايي، هغه غوښتنې چې ارګ ته په لیږل شوي لیک کې شاملي دي افغان حکومت یې باید په خپلو کاري لومړیتبونو کې راولي.
"دا نظر پوښتنه چې د شپږ زره عامو افغانانو پواسطه بشپړه شوې ده؛ د خلکو څخه په کې د سولې راستلو د لارو چارو؛ اقتصادي او نورو موضوعاتو په اړه پوښتل شوي دي.هیله ده حکومت د خلکو دې نظرونو ته درناوی او ورته لومړیتوب ورکړي."
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم ولسمشر ته لیږلي پیشنهادونه مهم بولي او وایي، حکومت یې باید عملي کېدو ته په وخت اقدامات وکړي.
د دې کمیسیون اجرایوی رییس موسی محمودي په دې اړه وایي:
"په دې لیک کې د خلکو نظریات او هغه څه چې ورته ضرورت لري؛ ځای په ځای شوي دي او نظر نوي فرصت ته په کتو امید چې موږ وکولای شو ورڅخه سمه استفاده وکړای شو."
په همدې حال کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي؛ ازادي راډيو ته وویل، دا لیک او وړاندیزونه جمهوري ریاست ته رسیدلی؛ خو لا د جمهور رییس اشرف غني احمدزي په واک کې نه دي ورکړل شوي.
له دې وړندې هم د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون له ازادي راډيو سره په خبرو کې د افغان حکومت څخه غوښتي وو؛ چې د انتقالي عدالت پلی کېدل د خلکو غوښته ده او باید په دې اړه ډير کار وکړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ