د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

د ولسمشر غني وروستیو اقداماتو ډیرخلک راتلونکي ته هیله من کړي


نوي افغان ولسمشراشرف غني احمدزي د خپل کارپه لومړیو ورځو کې په ځینو اقداماتو سره ثابته کړه چې نه غواړي وخت له لاسه ورکړي. د ولسمشردغو اقداماتو ډیرخلک راتلونکي ته هیله من کړي. خو پوښتنه دا ده چې نوموړی به کله په دې وتوانیږي چې لومړنۍ اساسي ستونزو هوارې کړي.

د ولسمشراشرف غني احمدزي لومړنی اقدام د جمهوري ریاست د دفتر منحلول او د چارو له ادارې سره د هغه یوځال کول و.

غني عبدالسلام رحیمي د جمهوری ریاست د چارو د ادارې د مشرپه توګه وټاکه. نوموړی کله چې غني د مالیې وزیرو، د دې وزارت د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.

داسې ښکاري چې دغه ټاکنه د غني د هغې کلکې ارادې یومثال دی چې؛ غواړي د حکومتي ادارو چارې تعلیم یافته او مسلکي کسانو ته وسپاري چې؛ په اغیزمن ډول کارونه ترسره کړي نه په دسیسو او چل ول کې ځان مصروف کړي.

خو له بلې خوا د ایتلاف جوړولو منطق او دې اړتیا ته په پام سره چې خپل ملاتړي په امتیازاتو ونازول شي، د بدبینۍ داسې احساس هم شته چې کله یوه زړه شبکه منحلیږي ښایي؛ هغه هیلې پوره نشي چې خلک دې د وړتیاو پراساس پرکارونو وګمارل شي.

د افغانستان د کارپوهانو د شبکې څیړونکی توماس روتیګ لیکي، ډیرپه دې پورې تړلي چې دواړه خواوې به ترڅه حده له خپل لوري د حکومتي ادارو لپاره تعلیم یافته کسان او نوې څیرې معرفي کړي.

دواړو غني او عبدلله ویلي چې؛ دوی د ځوانو متخصصینو چې کولای شي په دولتي ادارو کې خدمت وکړي؛ د لستونو د برابرولو غوښتنه کړې ده.

د ادارې نظام کوچنی کول:

د روتیګ په وینا، ټاکنې د ټولو کارونو لپاره کلیدي اهمیت لري؛ خو دا مساله نه ده روښانه چې ایا غني او عبدلله به وکولای شي؛ د اداري نظام په کوچیني کولو سره داسې یوه اداره رامنځته کړي چې؛ د خلکو د اړتیاوو پر اساس اغیزمن او ښه خدمتونه ترسره کړي.

د ایتلاف جوړولو او اغیزمنتوب په اړه یوقضاوت هله کیدای شي؛ چې ولیدل شي ایا څومره سلاکار وزیران به چې د کرزي په اداره کې یې شمیر معلوم نه و؛ وساتل شي.

د کرزي د واکمنۍ په دوره کې ډیرځلې لیدل شوي چې؛ کله وزیران، والیان یا نور لوړپوړي چارواکي د بې کفایتۍ او نورو دلایولو له امله له دندې لیرې کیدل؛ نو د سلاکار وزیر په توګه ټاکل کیدل.

د مطلب لیکوال توماس روتیګ د اشرف غني احمدزي د لوړې له مراسمو وروسته د هغه له خوا د لومړنیو او له هغه وروسته فرمانونو چې له مخې یې محدود لوړپوړي کسان په دندو ګمارل شوي یا د کارونو د سمون لپاره صادر شوي؛ یادونه کوي او لیکي، بل مهم اقدام چې غني یې په مخکې لري د کابینې جوړول دي.

په نوي کابینې کې د کرزي د کابینې غړي:

د نوې کابینې ترجوړیدو پورې نوي ولسمشر اوسني وزیران د خپلو وزارتونو د سرپرستانو په توګه ټاکلي دي. داسې هم ویل کیږي چې؛ د کرزي د کابینې غړي ښایي په نوې کابینه کې شامل نه وي.

د وزیرانو د ټاکنې په اړه بله مهمه مساله دا ده چې؛ ایا پارلمان به ترکومه حده په دې کار کې د غني په مشرۍ د ملي یووالي له حکومت سره کار وکړي.

د کرزي د واکمنۍ په دوره کې اکثره د پارلمان پریکړې له پامه غورځول شوې وې او ډیرو وزیرانو پرته له دې چې له ولسي جرګې د باوررایه ترلاسه کړي، خپلې دندې مخ ته وړلې.

د لیکوال په باور دغه وضعیت د پارلمان یوشمېر غړیو ته د دې زمینه برابره کړې وه چې؛ له نومول شویو وزیرانو سره معاملې وکړي. خو غني پارلمان ته دا واضح کړې چې له وزیرانو سره دې له شخصي لیدنو کتنو ډډه وکړي.

غني دغه راز د یوه حکم په صادرولو سره د ټولو ولایتونو والیان هم د سرپرست والیانو په توګه نومولي چې؛ نه د نویو کسانو د ګمارلو او نه هم له کاره د خلکو د ایستلو صلاحیت لري.

د اشرف غني د نورو اقدماتو په اړه چې د ولسمشرپه توګه د خپل کارپه لومړیو دو اونیو کې یې کړي د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې د کابل بانک د قضیې د بیاڅړلو په اړه د هغه له خوا د صادرشوي حکم یادونه کوي او وایي، غني په دې کار سره د خپل انتخاباتي کمپاین یوه ډیره پخوانۍ ژمنه پرځای کړه
روټیک

روتیګ لیکي، د والیانو په ډله کې د بلخ د والي عطامحمد نور چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین په ترڅ کې یې د عبدالله کلک ملاتړکړی و او د دغو انتخاباتو د نتیجې له اعلان وروسته یې ویلي چې؛ غني د منتخب ولسمشر په توګه په رسمیت نه پیژني؛ اوس هغه ته د درناوي سرټیټ کړی دی.

د هغه په وینا، داسې ښکاري چې نورغواړي د بلخ د والي په توګه پاتې شي؛ پرخپل هغه مقام چې له هغه ځایه د سوداګرۍ او نور ټول کاروبارونه کنټرول کړای شي.

د افغانستان د کارپوهانو د شبکې څیړونکی توماس روتیګ؛ د اشرف غني د نورو اقدماتو په اړه چې د ولسمشرپه توګه د خپل کارپه لومړیو دو اونیو کې یې کړي د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې د کابل بانک د قضیې د بیاڅړلو په اړه د هغه له خوا د صادرشوي حکم یادونه کوي او وایي، غني په دې کار سره د خپل انتخاباتي کمپاین یوه ډیره پخوانۍ ژمنه پرځای کړه؛ چې ویلي وو، دولتي ادارې به له فساده پاکوي.

نوي ولسمشرد لوړې له مراسمو وروسته په لومړنۍ وینا کې؛ په ښکاره په عدلي او قضایي سکتور کې د فساد یادونه وکړه او سترې محکمې ته یې امرکړی و؛ چې د ټولو محکمو د کارکوونکو وړتیاوې وڅیړي او عدلي سیسټم باید د مکافاتو او مجازاتو پراساس ولاړوي.

سترې محکمې د یوه بیان په خپرولو سره دا خبره چې عدلي سیسټم له فساده ډک دی؛ رد کړې وه او یلي وو، چې په دې اړه غني ته درست معلومات نه دي ورکړل شوي.

د ولسمشر فعالیتونه:

نوي افغان ولسمشر د خپلو فعالیتونو په ترڅ کې دغه راز د پلچرخي د زندان له بندیانو، د ځوانانو او مدني ټولنې له استازو او د لومړي ځل لپاره د یوه سیاسي ګوند له استازو سره لیدنې کتنې ترسره کړي.

د ولسمشر دفتر په خپله ویب پاڼه کې په دې اړه چې غني او د غونډو برخوالو څه مسایل مطرح کړي؛ په تفصیل معلومات ورکړي دي.

د توماس روتیګ په وینا، د اشرف غني وروستیو اقداماتو لږترلږه په کابل کې له خلکو سره د خوښۍ یواحساس را ژوندی کړی چې بالاخره یوڅه تغیر مومي.

خو د هغه په وینا، له دې پرته چې نوی ولسمشر د خپل ځان لپاره څه نوم ګټي؛ د غني د لوړې له پرځای کولو وروسته اقداماتو او لیدنو کتنو ته که په ځیر وکتل شي؛ نوموړي د خپل انتخاباتي کمپاین اجنډا مخ ته نیولې ده.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا غني به وکولای شي داسې یو ټیم چې د هغه ژمنې پرځای او هغه خپلې وبولي رامنځ ته کړي. په تیره بیا د ملي یووالي د حکومت د جوړولو د موافقې پیچلتیا ته په پام سره به هغه ترڅه حده مخ ته ولاړشي؛ کله چې په خپل مسیر کې د یوه دوامداره مقاومت نښې وویني.

XS
SM
MD
LG