د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

په ولسي جرګه کې د ولسمشراحمدزي له وروستیو څرګندونو ملاتړ وشو


د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی د افغان ولسمشراشرف غني احمدزي له هغو څرګندونو ملاتړ وکړ، چې ویلې یې دي په زورواکو به قانون تطبیقوي.

د دې جرکې منشي سید اکرام د دوشنبې په ورځ له ازادۍ سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې اشرف غني احمدزی به د قانوني د پلې کېدو په برخه کې په کړیو ژمنو ودرېږي.

ولسمشراشرف غني احمدزي تېره ورځ د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له دیني عالمانو، مشرانو، مخورو او ځوانانو ته په وینا کې وویل پخه اراده یې کړې چې قانون په ټولو یوډول پلی کړي

د افغان ولسمشرهغه څرګندونې چې ویلي یې دي اوس د دې وخت را رسېدلی دی، چې له ولس سره کړې ژمنې پړاو په پړاو علمي کړم، د ولسي جرګې د اداري پلاوي له هرکلي او ملاتړ سره مخ شوې.

ښاغلي اشرف غني احمدزي دا هم ویلي کلکه اراده لري چې په زورواکو قانون پلی کړي او ټول افغانان د قانون پر وړاندې برابر حقونه ولري.

د ولسي جرکې منشي انجینر سیداکرام د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، ولسمشردې دغه خبرې په عمل کې پلې کړي چې یوافغان له بل افغان سره برابردی او قانون به ورباندې یوډول تطبیق کیږي:

″په ریښتیا هم ډاکټر اشرف غني احمدزي له دغه حرکت نه ټول افغانان ملاتړ کوي او موږ هم له همدغې پروسې ملاتړ کوو، په واقعیت کې هم باید قانون په ټولو افغانانو یو ډول پلی شي هغه که زورور وي او که کمزوری، هغه که وزیر، که وکیل وي او که عادی وګړی موږ د اشرف غني له دغه غږ نه ملاتړ کوو.″

ولسمشراشرف غني احمدزي د لوړې له مراسمو وروسته په حکومتي نظام کې د اصلاحاتو ژمنه وکړه او په دې برخه کې یې عملي اقدامات هم پیل کړي دي.

د کابل بانک د دوسیې له سره څیړل او د څرخي پله له زندانیانو سره د ولسمشر ليدنه هغه اقدامات دي چې د ولسمشرد خپل کارپه لومړیو کې ترسره کړي دي.

د افغانستان جمهوررئیس اشرف غني احمدزي د یکشنبې په ورځ د ملي پیوند د ګوند له غړو او د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له دیني عالمانو، مشرانو، مخورو او ځوانانو سره په ارګ کې وکتل.

ښاغلي احمدزي د دې کسانو په حضور کې په زورواکو باندې د قانون په پلي کېدو ټنیګار وکړ او ويي ویل، په هېواد کې به قانون په بشپړ ډول عملي کوي:

″د قانون پر وړاندې د ټولو افغانانو برابرول، په دې معنی دی چې باید قانون حاکم شي هیله ده چې درته به ثابته شوې وي، چې ستاسو ولسمشر دغه اراده لري چې قانون په زورواکو باندې تطبیق کړي.″

اشرف غني احمدزي په خپلو خبروکې خلکو ته وویل، دې ته مې مه پریږدئ چې په ارګ کې محاصره شم او د چاپلوسانو ښکار شم.

یو شمېرکارپوهان او عام خلک وايي، که څه هم له زورواکو سره مقابله ستونزمنه ده، خو زیاتوي، که ولسمشراشرف غني احمدزی یې پر وړاندې بریالی شي، نو د خلکو او حکومت ترمنځ راغلې فاصله به په بشپړ ډول له منځه ولاړه شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG