د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۸

امریکايي سناتوران: د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ د کار کولو لپاره قوي تعهد موجود دی

یو شمیر امریکایي سناتوران په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت جوړیدل مثبت ارزوي او هغه په دغه هیواد کې د لا ډیر پرمختګونو لپاره ګټور بولي.

په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت تر جوړیدو وروسته د لومړي ځل لپاره د امریکا د کانګرس غړي له افغان مشرانو سره وکتل.

د امریکا په کانګرس کې د پوځي خدماتو او بودجې د کمیټو غړیو ټيم "کین او انګس کینګ" د یکشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل؛ چې په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت جوړېدل یو مثبت ګام دي.

سناتور ټیم کین دغه راز خبریالانو ته وویل چې؛ دوی د نوي افغان مشرتابه سره د لیدو پر مهال د هغوی تر منځ د کار کولو لپاره قوي تعهد ولید:

"له ولسمشر او ډاکټر عبدالله سره د خبرو پر مهال د ننګونو د پيژندلو او له هغو سره د مبارزې په برخه کې موږ د دوی دواړو تر منځ يو قوي تعهد ولید. موږ د دوی تر منځ دغه راز د افغانستان د پرمختګ لپاره یو صادقانه تعهد احساس کړ."

دغو سناتورانو همدا راز وویل چې؛ د ملي وحدت حکومت جوړیدل په افغانستان کې د لا ډيرو پرمختګونو لپاره یو ښه فرصت دی او که دا کار نه وای شوی، نو ښایي دغه هیواد په راتلونکي کې له یو لړ ستونزو سره مخامخ وای.

دوی همداراز وویل چې، د ملي وحدت حکومت جوړیدل او د افغان امنیتي ځواکونو له لورې په دغه هیواد کې د جګړې رهبري هغه مثبت ګامونه دي چې؛ په سیاسي او امنیتي برخو رامنځ ته شوي.

سناتور "انګس کینګ" په خپلو خبرو کې د نوي افغان حکومت پر وړاندي اقتصادي ګواښونو ته په اشارې سره وویل چې؛ دا هیواد له اقتصادي ستونزو سره د مبارزې لپاره کولای شي له شته فرصتونو او منابعو څخه ګټه پورته کړي:

"اقتصادي ننګونه د افغانستان لپاره ډيره مهمه ده او موږ پوهیږو چې دا د اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله په وړاندي یوه ستره ننګونه ده. ما نن واوریدل چې افغانستان او پاکستان د بریښان په برخه کې یوه موافقه لاسلیک کړه. زه فکر کوم دا یو مثبت پرمختګ دی. په دغه هیواد کې د بریښنا د ظرفیت او معدني منابعو ښه او با ارزښته فرصتونه شته."

د امریکا د سنا مجلس دغو دوو غړیو ټیم کین او انګس کینګ همدا راز خبریالانو ته وویل چې له دې وروسته به په افغانستان کې د نړیوالي ټولنې رول دا وي چې؛ د تیرو دیارلسو کلونو لاسته راوړنې په ښه شکل سره وساتي او د افغان حکومت ملاتړ وکړي.

دوی د شنبې په ورځ له ولسمشر اشرف غني احمدزي او اجراییوي رییس عبدالله عبدالله سره په ارګ کې وکتل او د جمهوري ریاست د یوې خبرپاڼه له مخې په بیلابیلو برخو کې یې له نوي افغان حکومت سره د امریکا د ملاتړ ډاډ ورکړ.

XS
SM
MD
LG