د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۰۶

لویې څارنوالۍ د کابل بانک دوسیې د کابل استیناف محکمې ته وسپارلې


د افغانستان لويې څارنوالۍ د کابل بانک په قضیه کې د ښکیلو کسانو دوسیې د شنبې په ورځ د کابل استیناف محکمې ته وسپارلې.

د لویې څارنوالۍ ویاند بصیرعزیزي د کابل استیناف محکمې ته د دې دوسیو د سپارلو پرمهال وویل؛ لویې څارنوالۍ د دوسیو په څیړلو کې خپل مسوولیت ترسره او د استیناف له محکمې هیله ده چې؛ یادې دوسیې په غورسره وڅیړي.

د افغانستان جمهور رییس اشرف غني احمدزي د خپل کارپه لومړیو کې عدلي او قضايي ارګانونو ته امر کړی چې؛ د کابل بانک دوسیې دې له سره وڅیړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند بصیرعزیزي د موضوع په اړه وویل:

د افغانستان لویه څارنوالۍ په بریالیتوب سره وتوانیده، هغه موده چې د جمهورريیس د فرمان په اساس ټاکل شوې وه؛ په کې د کابل بانک د قضیې اړوند یودېرش دوسیې د کابل استیناف محکمې ته وسپاري."

کابل بانک په دوه زره لسم میلادی کال کې وروسته له هغې له مالي ستونزې سره مخ شو؛ چې سهم لرونکو یې له یاد بانک څخه څه باندې نهه سوه میلیونه ډالره وایستل.

کله چې د کابل بانک قضیه لانجمنه شوه؛ د جمهور رییس حامد کرزي په امر

د دې بانک د دوسیو لاڅیړلو ته یوه ځانګړې محکمه جوړه شوه چې؛ په نتیجه کې یوویشت کسان تورن وګڼل شول.

د تورنو له جملې نه د کابل بانک پخوانی رییس شیرخان فرنود او مرستیال خلیل اله فیروزي بندیان او له نوولس نورو څخه ځینې بهرته لاړل او ځینې یې د یوشمېر ادارو او بانکونو په ضمانتونو ازاد شول.

ښاغلي عزیزي وویل، کله چې نوي حکومت موضوع جدي کړه؛ لویه څارنوالۍ وتوانیده چې له ازادو تورنو څخه اوه تنه بیرته ونیسي.

عزیزي هیله وښوده، کوم تورن چې له هیواده وتلی؛ د انټرپول په ذریعه به ونیول شي او هیواد ته به راستانه کړاې شي.

ده داهم وویل، د کابل بانک د دوسیو شمېر مجموعاً یودېرشو ته رسیږي چې؛ نوري څیړنې به پرې د کابل استیناف محکمه ترسره کړي.

د کابل داستیناف محکمې رييس صدیق اله حقیق ازادي رادیو ته وویل؛ سر له سبا به د ورسپارل شویو دوسیو څیړل پیل کړی:

"ما په خپله څیړونکي ټیم ته سپارښتنه کړې چې؛ د ورسپارل شویو دوسیو بیا څیړنه پیل کړي؛ که په هرڅومره ورځو کې پای ته ورسیدې خو موږ پرې سرله سبا څیړنې پیلوو؛ څو عدالت تامین شي."

کله چې کابل بانک سقوط وکړ؛ ډېرو خلکو چې دې بانک ته پیسې ورکړی وې، پرې بې باوره شول.

اوس دغه بانک د نوی کابل بانک په نوم د دولت په چوکاټ کې فعالیت کوي او ولسمشر اشرف غني احمدزي ویلي؛ د دې بانک خصوصي کیدو ته هم باید هڅه وشي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG