د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

پر شمالي وزيرستان د بې پېلوټه الوتکو بريدونه دوام لري


د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان د قبايلي سيمې پر يو شمېر سيمو د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه دوام لري او دغو الوتکو يو ځل بيا افغان پولې ته نزدې د وسله والو پر يوه مرکز بريد کړى؛ چې دوى ته يې په کې مرګ ژوبله اړولې ده.

د شمالي وزيرستان ځايي امنيتي او استخباراتي چارواکي وايي؛ چې د امريکا بې پيلوټه الوتکو د يکشنبې په شپه افغان پولې ته نزدې د شوال په کارغه نومي سيمه کې د مشکوکو وسله والو پر يوه مرکز بريد کړى؛ چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه ٤ مشکوک وسله وال وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د پاکستان دولتي راډيو د دغو چارواکو په حواله وايي؛ چې بې پيلوټه الوتکو په دغه سيمه کې پر يوه کور او موټر پرله پسې دوه توغندي وويشتل؛ چې په نتيجه کې يې کور په بشپړه توګه له منځه لاړ.

د شمالي وزيرستان يوه ځايي خبريال د نوم و غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل:

"د امريکا ډرون الوتکو په شوال کې د مشکوکو وسله والو پر يوه مرکز توغندي وېشتي؛ چې ډېرى وسله وال جنګيالي په کې وژل شوي؛ خو په سيمه کې د پوځي عملياتو او همداراز د ټليفوني شبکو د غېر فعالېدو له امله د تلفاتو په اړه کره معلومات نه شي ترلاسه کېداى."

دا په تېرې يوې اونۍ کې پر شمالي وزيرستان د امريکا د بې پيلوټه الوتکو اووم بريد دى؛ چې په نتيحه کې يې تر ٢٠ زيات مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

پر شمالي وزيرستان په دې وروستيو کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې په داسې وخت کې ډېروالى راغلى؛ چې پاکستانيو ځواکونو په کې د روان کال د جون له ١٥مې نيټې راهيسې د مېشتو وسله وال پرضذ پراخ پوځي عمليات پيل کړي او لا هم روان دي.

دوى ادعا کوي، چې په دې عملياتو کې يې تر دې دمه تر ١٠٠٠ زيات کورني او بهرني وسله وال وژلي او د هغوى ګڼ شمېر مرکزونه يې له منځه وړي دي.

د امريکا د بې پيلوټۀ الوتکو ټول وروستي بريدونه د شمالي وزيرستان په لرې پرتې او افغان پولې ته نزدې په شوال او دته خېلو کې کېږي.

د پاکستان د سياسي او دفاعي چارو يو شمېر څارونکي پر دغو سيمو د امريکا د بې پيلوټو الوتکو وروستيو بريدونو ته په کتو وايي؛ چې ښايي په دې سيمه کې اوس هم د القاعدې او حقاني شبکې د وسله والو په ګډون ډېرى جنګيالي پټ وي، ځکه خو پرې امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه کوي.

د يادونې وړ ده، چې پاکستان پر شمالي وزيرستان د بې پيلوټه الوتکو بريدونه د خپلې ځمکنۍ بشپړتيا خلاف بولي، خو امريکا بيا وايي چې په سيمه کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر ضد دا بريدونه ډېر اغېزمن دي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG