د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

نظري: د پلچرخي زندانیانو د دوسیو لست دوشنبه ولسمشر غني ته لیږو


لویه څارنوالي وايي د پلچرخي د زندانیانو د دوسیو لست به د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ ولسمشر اشرف غني احمدزي ته و لیږي.

د پلچرخي محبس د زندانیانو د دوسیو د څیړنې لپاره لویې څارنوالۍ ته د ولسمشر اشرف غني احمدزي له خوا ورکړل شوی ضرب العجل د دوشنبې په ورځ پای ته رسیږي.

په همدې حال کې لویه څارنوالي وايي د یاد محبس د زندانیانو د دوسیو لست به په ټاکلي نیټې ولسمشر اشرف غني احمدزي ته واستوي.

د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري د شنبې په ورځ آزادي راډيو ته وویل؛ چې د پلچرخي په زندان کې د یو شمیر زندانیانو د بې برخلیک پاته کیدو په اړه ولسمشر ته رسیدلي معلومات سم نه دي:

"دوسیې له مخکې نه څیړل شوي وې. ولسمشر ته داسي معلومات رسیدلي وه چې؛ یو شمیر زندانیان بې برخلیکه دي. موږ د زندانیانو بشپړ لست ښاغلي ولسمشر ته راوړو چې یو شمیر ته یې د ابتدایه محکمې له خوا او ځینو ته هم د استیناف او یا نهایې محکمو حکم صادر شوی دی. یعنې بې برخلیکه نه دي."

د پلچرخي محبس د هیواد تر ټولو ستر محبس دی چې د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې؛ په کې څه باندې اووه زره او درې سوه زندانیان شته.

د جمهوري ریاست د یوې خبرپاڼې له مخې ولسمشر اشرف غني احمدزي تیره اونۍ د همدې محبس له زندانیانو سره وکتل او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واوریدې.

له هغې وروسته ولسمشر احمدزي لویې څارنوالۍ ته دنده وسپارله؛ څو د دې اونۍ تر دوشنبې پوري د یاد محبس د زندانیانو دوسیې وڅیړي.

د راپورونو له مخې، ولسمشر ته د زندانیانو له خوا ورکړل شوی لست ښيي چې؛ د پلچرخي په زندان کې لږ تر لږه لس داسې زندانیان شته چې له نهو نه تر دیارلسو کلونو د محاکمې د حکم پرته بندیان دي.

خو پوښتنه اوس دلته ده چې، د دغو زندانیانو د دوسیو د څيړنې لپاره یوه اونۍ وخت کافی دی؟

د لویې څارنوالۍ مرستیال وايي چې؛ د زندانیانو دوسیې له مخکې نه څیړل شوي او په ډیټابیس یا ذخیرې کې موجودې دغه دوسیې یوازي له سره څیړل کیږي.

په همدې حال کې د حقوقي او سیاسي چارو کارپوه عبدالبصیر حقیار وايي؛ د زندانیانو د دوسیو د څیړنې لپاره یوه اونۍ وخت کافي دی او سپارښتنه کوي چې، د دوی د برخلیک د ټاکلو لپاره باید ژر تر ژره اقدام وشي.

"زه فکر کوم دلته څارنوالۍ شته چې د محلونو د آزادی د سلبیدو څارنه کوي او له هغوی سره په مکمل شکل احصایه شته. دا وخت اوس هم ډير دی او باید په دغه وخت کې چې دوشنبې ده، دوي پوره راپور هم ورکړي او د بې برخلیکه کسانو برخلیک هم وټاکي."

ښاغلی حقیار وايي، د اساسي قانون له مخې دا د ولسمشر دنده ده چې؛ د اتباعو آزادي خوندي کړي.

ولسمشر اشرف غني احمدزي د پلچرخي په محبس کې له زندانیانو سره د لیدنې پر مهال دغه راز ټینګار کړی؛ هغو کسانو چې امنیتي ځواکونه او یا یې د دې خاورې زامن وژلي او ښونځي او مدرسې ورانوي؛ باید جزا و ویني.

شاوخوا درې اونۍ مخکې د پلچرخي د زندان په شمول په یو شمیر نورو زندانونو کې هم سلګونه زندانیانو د بې برخلیک پاته کیدو په خاطر د نه خوړلو اعتصاب کړی و.

اوس به وکتل شي چې ولسمشر به تر کومه د زندانیانو په برخه کې د عدالت په پلي کیدو کې بریالی شي.

XS
SM
MD
LG