د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

نعیم: د ایبولا نارغۍ د خپریدو مخنیوي ته ځانګړي تدابیر نیول شوي


د ایبولا وایرس
د ایبولا وایرس

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په هیواد کې یې د ایبولا نارغۍ د خپریدو مخنیوي ته ځانګړي وقایوي تدابیر نیولي دي.

د افغانستان دعامې روغتیا وزارت وايي؛ د ایبولا ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي په هدف دا مهال د هیواد په هوایي ډګرونو کې د حاجیانو په ګډون له بهره ټول راتلونکي کسان معاینه کیږي.

د دې وزارت مرستیال ډاکټر احمد جان نعیم د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل؛ د کابل، مزارشریف، کندهار اوهرات په هوايي ډګرونو د اېبولا ناورغۍ د تشخیص لپاره روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي:

"د عامې روغتیا، کورنیو چارو او حج او قافو وزارت په هوايي ډګرونو کې یوه ګډه کمېټه جوړه کړې؛ په دې کمېټه کې روغتیايي کارکوونکي موجود دي؛ دوی هغو حجیان ته چې افغانستان ته راستینږي؛ اعلانوي، څوک چې تبه لري باید روغتیايي مرکزونو ته ولاړ شي؛ هغوی چې روغتیايي مرکزونو ته ولاړ شي؛ تر تدایوي لاندې نیول کیږي؛ ترڅو ناروغۍ یې تثبیت شي."

نوموړي زیاته کړه، که چېرې د دې معایناتو پر مهال په لویانو کې د ایبولا ناروغۍ نښې ولیدل شي؛ نو د کابل انتاني او که په ماشومانو کې ولیدل شي؛ د صحت طفل روغتون ته انتقالیږي.

ډاکټران وايي، په اېبولا ناورغۍ اخته کس په لومړي سر کې سخته تبه؛ ستړیا او دغه راز د غړو، سر او ستوني دردونه لري او بیا وروسته اسهال؛ پر بدن دانې د خولې او لمنې له لارې وینه توېدنه هم ورسره مله کېږي.

د انتاني ناروغیو متخصص ډاکټر عنایت الله سهیل وايي؛ اېبولا یوه خطرناکه او وژونکې ناورغۍ ده چې؛ واکسین او درملنه هم نه لري او په شل وروځو کې انسان له منځه وړي:

"دا یوه وایروسي ناورغۍ ده چې؛ دوا او تداوی نه لري، وایروس چې کله د انسان وجود ته داخل شي؛ د وینو د رګونو دیوالونه تخریبه وي خون ریزی رامنځ ته کیږي؛ د انسان دفاعي سیسټم له منځه وړي؛ ورسره تبه، سر درد، د بډوډو درد او اسهالات رامنځ ته کیږي او په دې سره مبتلا کس له منځه ځي."

د روغتیا نړیوال سازمان وايي؛ نه په افغانستان کې د اېبولا مثبته پېښه لیدل شوې؛ نه هم له دې پلوه د کوم زیانمن شوي هېواد ګاونډی دی، نو یاد هېواد داېبولا د خطر له پلوه په دریمه ګټه ګورۍ کې راځي.

د اېبولا په څانګه کې د ملګرو ملتونو استازی "ډېوېډ نیبارو" خبرداری ورکوي" که چېرې نړۍ د دې ناروغۍ پروړاندې جدي مبارزه ونه کړي؛ نو کېدای شي، په راتلونکې کې یاده ناروغۍ د انسانانو لپاره په یوه ستر ګواښ بدله شي.

د ایبولا وایروسي ناروغۍ لومړی ځل په ۱۹۷۶ میلادي کال کې په افریقايي هېواد سوډان او د کانګو په جمهوریت کې تر سترګو شوه.

د ۲۰۱۴ کال د مارچ په میاشت کې د وایروس تر ټولو پېچلی ډول د افریقا په لوېدیځ کې ې په پراخه کچه خپور شو؛ چې تراوسه یې له څلورزرو د زیاتو کسانو ژوند اخیستی.

دا مهال یاده ناروغۍ افریقايي هېوادونو لکه سیرالیون، ګانا، لایبیریا، ناجیریا او سینیګال کې د چټکې خپرېدیدو په حال کې ده.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG