د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د انتخاباتو د کمیسیون ادعا رد کړه


د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مرستیاله ریدا عظیمي
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مرستیاله ریدا عظیمي

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون هغه ادعا رد کړې ده وايي د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د نتایجو په اړه د دې کمیسیون څېړنې نیمګړې دي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون دې انتقاد ته چې ګنې د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د شکایتونو په اړه د دوی وروستۍ څېړنې نیمګړې دي؛ په ځواب کې وايي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له خپلو ولایتي څانګو سره همغږي نه لري کنه هغه څېړنې چې دوی کړي دي کره او دقیقې دي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مرستیالې ریداعظیمي آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ د ځینو محلونو د رایو د ابطال په اړه موثق اسناد شته او د دوی څېړنې نیمګړې نه دي.

"اکثر موارد چې دوی یې یادونه کړې؛ فکر کوم د کمیسیون د مرکز او ولایتي کمیسیونونو ترمینځ یو ډول تناقض ښيي. یعنې هغه راپورونه چې له ولایتونو څخه دوی ته رسېدلي، ناسم دي. فکر کوم کومه ستونزه نشته او د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د ځینو محلونو د رایو د ابطال په اړه سل په سلو کې اسناد او مدارک لري."

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د شکایتونو په اړه د خپلو څېړنو نتایج وړمه ورځ مرکزي کمیسیون ته وسپارل.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د شکایتونو له کمیسیون څخه د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د خپلو اعتراضونو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې. د دې کمیسیون ویاند نور محمدنور پرون خبریالانو ته وویل؛ د پکتیا او کندهار په څېر په ځینو ولایتونو کې د ولایتي شورا ګانو د کاندیدانو رایې باطلې شوي چې؛ د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون یې باید په اړه دلایل وړاندې کړي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مرستیالې وویل؛ په دې اړه اسناد او شواهد به ډېرژر د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته وسپارل شي:

"د یادوشویو محلونو د ابطال په اړه قانوني دلایل؛ اسناد او مدارک راسره شته او انشاالله ډېرژر به یې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته وسپارو."

د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو لومړني نتایج د ثور په ۳۱ مه اعلان شول؛ خو د ولسمشرۍ د انتخاباتو د بحران له اوږدېدو سره دا پروسه هم ځنډنۍ شوه. د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا د خپرو شویو لومړنیو نتایجو له مخې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ولایتي شوراګانو لپاره ۴۵۸ کاندیدان بریالي شوي دي چې ۹۷ یې میرمنې دي.

XS
SM
MD
LG