د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

سعادت: په راتلونکي کې موږ باید دوه انتخابات یوځای نه کړو


بالاخره له شپږو میاشتو انتظار وروسته ممکن په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو سرنوشت روښانه شي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د شکایتونو څیړنه یې بشپړه کړي او د خپلو څیړنو نتایج یې د پنجشنبې په ورځ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته ولیږل.

له دې سره د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ریس عبدلستار سعادت د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو نتایج په ټوله معنا له عدالته ډک ونه بلل او زیاته یې کړه، چې د ولایتي شوراګانو انتخابات د جمهوري ریاست د انتخاباتو تر ژور اغیزې لاندې راغلي وه.

ښاغلی سعادت وايي په راتلونکې کې باید دوه انتخابات یو ځای نشي ځکه یو د بل ارزښت کموي.

"په راتلونکي کې مونږ باید دوه انتخابات یو ځای نکړو دا یوه ناکامه تجربه ده چې مونږ ولیدله.

دواړه انتخابات یو پر بل اغیز کوي که څه هم د اوس لپاره مو د ولایتي شوراګانو په انتخاباتو فیصله وکړه خو ډير زیات ډاډمن نه یو هغه عدالت دې چې باید پلي شوای وای هغه دې تامین شوای وي.

پدې خاطر چې د جمهوري ریاست انتخابات د ولایتي شوراګانو انتخاباتو سیاسي ارزښت تر خپلې اغیزې لاندې راولي او ارزښت یې کموي."

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د معلوماتو له مخې د شکایتونو د څیړلو په دوره کې د کابل د نهه سوه محلونو او د ولایتونو د سلګونو محلونو رایې وڅیړل شوې.

د افغانستان د ولایتي شوراګانو انتخابات د جمهوري ریاست د لومړي دور انتخاباتو سره یو ځای د حمل د میاشتي په شپاړسمه نیټه تر سره شول .

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون که څه هم د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو لومړني نتایج د ثور د میاشتي په ۳۱ اعلان کړل خو دویم دور ته د جمهوري ریاست د انتخاباتو تګ او د دې انتخاباتو اوږدې پروسې د ولایتي شوراګانو د کاندیدان وروستي نتایجو ته لا هم منتظر ساتلي دي.

د ولایتي شوراګانو د لومړنیو نتایجو په بنیاد ۴۵۸ کاندیدان کامیاب وه چې ۹۷ یې میرمنې وې.

په همدې حال کې فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ چارواکي وايي چې د افغانستان د انتخاباتو کمیسیونونه په یوه وخت کې د دوه انتخاباتو د ترسره کیدو توان نلري.

د دې بنسټ ویاند فهیم نعیمي ازادی راډيو ته وویل له همدې امله دوی په شک کې دي چې ایا رښتیا هم د ولایتي شورا کاندیدانو شکایتونو ته سمه رسیدګي شوي او کنه؟

"دواړه انتخاباتي کمیسیونونه دا ظرفیت نلري چې دوه ممهې انتخاباتي پروسې په یوه وخت کې مدیریت کړي.

که په راتلونکي کې هم داسې دوه انتخابات سره یوځای کیږي بیا هم مونږ په دې باور یو چې د کمیسیونو ظرفیت به دومره نه وي چې په یوه وخت کې دوه انتخابات د قوانینو په اساس تر سره کړي او داسې چې نتیجه یې هم شفافه وي."

د ولایتي شورګانو کاندیدانو هم تل په انتخاباتو کې د درغلیو او د نتایجو د ځنډ له امله شکایتونه کړيدي.

د انتخاباتو څارونکي ادارې بیا د دې شکایتونو دخلاصون لپاره دوه وړاندیزونه مطرح کوي.

دوی وايي یا باید د انتخاباتي کمیسیونونو ظرفیتونه لوړ شي چې په یوه وخت کې دوه انتخابات ښه مدیریت کړای شي او یا باید کله هم دوه یا زیات انتخابات یو ځای ترسره نشي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG